ولسمشر اردوغان د مالیزیا د پاچا سلطان عبدالله سره ولیدل
ولسمشر رجب طيب اردوغان د ماليزيا له پاچا سلطان عبدالله رياض الدين المصطفى بالله شاه سره چې د هغه په بلنه تورکیې ته راغلی په پلازمېنه انقره كې ولیدل.
1868812
ولسمشر رجب طيب اردوغان د ماليزيا له پاچا سلطان عبدالله رياض الدين المصطفى بالله شاه سره چې د هغه په بلنه تورکیې ته راغلی په پلازمېنه انقره كې ولیدل.
ولسمشر اردوغان د مالیزیا د پاچا المصطفی بالله شاه د ولسمشرۍ په ماڼۍ د یو لړ ځانګړو رسمي مراسمو په ترڅ کې ښه راغلاست ووایه.
د ښه راغلاست د مراسمو نه وروسته ولسمشر اردوغان د میلمه پاچا سلطان عبدالله سره دوه په دوه لیدنه وکړه. دې لیدنې څه باندې دونیم ساعته دوام وکړ.
وروسته ولسمشر اردوغان د مالیزیا د پاچا سلطان عبدالله په درناوي د ماښام میلمستیا ورکړه.
ولسمشر اردوغان د میلمستیا نه وروسته د مالیزیا پاچا سلطان عبدالله ته د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د تورکیې جمهوریت عالي دولتي نښان ورکړ.
همداشان د مالیزیا پاچا سلطان عبدالله هم ولسمشر اردوغان ته د مالیزیا تر ټولو لوړ ملي تاج نښان وړاندې کړ.