ولسمشر اردوغان : د هیواد د اقتصادي ودې لپاره مو ډیر مهم ګامونه اوچت کړي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ترکیې د صادراتو مجلس په ۲۹ مه فوق العاده عمومي غونډه کې د صادراتو اتلو شرکتونو ته د جایزې ورکولو په مراسمو کې  وینا وکړه.

1842455
ولسمشر اردوغان : د هیواد د اقتصادي ودې لپاره مو ډیر مهم ګامونه اوچت کړي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ترکیې د صادراتو مجلس په ۲۹ مه فوق العاده عمومي غونډه کې د صادراتو اتلو شرکتونو ته د جایزې ورکولو په مراسمو کې  وینا وکړه. ولسمشر اردوغان دلته په خپله وینا کې وویل 

"زه زموږ سوداګرو ته د زړه له کومي مبارکي وایم چې د صادراتو په برخه کې د اتلولۍ د جایزو لایق بلل شوي دي.  زه له ټولو هغو شرکتونو څخه هیله کوم چې جایزې یې تر اوسه ترلاسه کړي  دي ترڅو په راتلونکي کې د بریالیتوب سره دې پروسې ته دوام ورکړي. ۲۰۲۲ میلادي کال د مې د میاشتې  پورې، موږ وکولی شو خپل صادرات په ۱۲ میاشتو کې ۲۴۳ میلیارد ته لوړ کړو. امید لرو چې موږ به دا رقم هره میاشت لوړ کړو. ۱۲۴ مختلفو هیوادونو ته د صادراتو سره، دا یو داسې هیواد شو چې خپل بیرغ هرچیرې رپوي.

دا جدول په ګوته کوي چې موږ ګام په ګام د لوړ ارزښت لرونکي محصولاتو صادرولو هدف ته نږدې یو. دا انځور د دې ثبوت دی چې موږ د پانګونې او کارموندنې سره د خپل هیواد د ودې لپاره کوټلي ګامونه اخلو.

زموږ د کورني موټر TOGG کیسه د دې ترټولو غوره بیلګه ده. موږ به د هر هغه چا ملاتړ وکړو چې غواړي د ظرفیت لوړولو په څیر میتودونو له لارې خپل تولید ډیر کړي.

زموږ یواځینی هدف د خپل هیواد تولید او کارموندنه ده. هغه څوک چې بل ډول ادعا کوي مختلفی ارادې لري. موږ د هر هغه چا تر څنګ ولاړ یو چې د تولید او صادراتو په لاره کې ګام پورته کوي. تر هغه چې تاسو خپل پلان او پروژه په اخلاص سره وړاندې کړئ، موږ به نورې ټولې ستونزې په ګډه حل کړو.

 

د نړۍ په مختلفو څنډو کې زمونږ څه باندې سل زره صادرونکي په ټوله نړۍ کې زموږ داوطلبانه ډیپلوماټیک سفیرانو په توګه فعالیت کوي. ستاسو د هوډ او مهارت څخه مننه، موږ کولی شو د نړیوالو ننګونو په وړاندې یو پیاوړی دریځ غوره کړو.

موږ به په ګډه خپل هیواد د نړۍ له لسو لویو اقتصادونو څخه جوړ کړو. بیا به موږ د یوې سترې او ځواکمنې ترکیې د جوړولو لوړې مرحلې ته ورسیږو.

کله چې موږ په لومړي ځل زموږ د ۲۰۲۳ اهداف اعلان کړل، ځینو کسانو  پر مونږ تسمخر وکړ. له ټولو هغو پیښو سره سره چې موږ ورسره مخ شوي یو، هغه ګواښونه چې موږ ورسره مخ شوي یو، او ټول هغه جالونه چې زموږ په وړاندې ایښودل شوي، موږ خپل نیمایي اهداف ترلاسه کړي دي.

موږ هغه هیواد یو چې په تیرو شلو کلونو کې د خپل هیواد صادرات شپږ برابره او د صادرونکو شمیر څلور چنده زیات شوی دی.

 

د نړیوال روغتیاي  بحران، چې د شاوخوا دونیمو  کلونو لپاره په نړۍ کې ډیرې منفي اغیزې وکړې دا اړینه کړه چې په نړۍ کې د تولید او اکمالاتو مرکزونه بیا جوړ کړي. په دې برخه کې لومړی هیواد ترکیه ده.

ولسمشر اردوغان دهیواد د پولو پورې غاړې د پوځي عملیاتو په اړه هم معلومات ورکړل.

موږ بېلتون غوښتونکي ترهګریز سازمان ته سخت ګوزارونه وکړل. موږ په سوریه کې په عملیاتو سره د ترهګرو دهلیز ویجاړ کړ. د پنجې تالۍ په عملیاتو سره چې اوس په عراق کې روان دي، موږ د ترهګرو ځالې له منځه وړي دي. شهیدانو ته د خدای له درباره د رحمت هیله کوم.



اړوند خبرونه