التون : ترکیه باید د میټاورس په برخه کې په لومړي کتار کې ځای ونیسي

فخرالدین التون "موږ په دې باور یو چې د ترکیې په څېر یو  ځواک باید د خپلو ټولو امکاناتو نه په استفادې  سره د 'میټاورس' د جوړولو په  پروسه کې برخه وي."

1841252
التون : ترکیه باید د میټاورس په برخه کې په لومړي کتار کې ځای ونیسي
zahid sobacı.jpg

د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ  د عامه اړیکو  رئیس فخرالدین التون وویل، ترهګریز سازمانونه کولی شي په ټولنیزو رسنیو کې له مداخلې پرته پروپاګند وکړي.

"موږ په دې باور یو چې د ترکیې په څېر یو  ځواک باید د خپلو ټولو امکاناتو نه په استفادې  سره د 'میټاورس' د جوړولو په  پروسه کې برخه وي."

د تركيې د ملي راډيو ټلويزيون  له خوا د "TRT نړيوال ميټاوريس او نشراتي فورم" په استانبول كې كې پيل شو.

التون د فورم  په پرانیست وینا کې وویل

"کله چې موږ د ټولنیزو رسنیو پلیټ فارمونه  رارسیدولو نقطو ته ځیر شو، دوی د ډیموکراسۍ تر نامه لاندې په ټوله نړۍ باندې فاشیزم تحمیلوي ، البته چې موږ د یو بل جدي خطر سره مخامخ یو.

موږ ښه پوهیږو چې  ترهګرو سازمانونونو ته  څنګه په دې چاپیریال کې  پرته له مداخلې د  پروپاګڼد فرصت ورکول  او هغه غږونه چې دوی یې نه خوښوي د فشار لاندې راولي.

د دې دلایلو له مخې، موږ باور لرو چې د ترکیې په څیر یو ځواک چې د خورا لوی جغرافیې استازیتوب کوي باید د خپلو ټولو امکاناتو سره د "میټاورس" د جوړولو په پروسه کې برخه واخلي.

د ترکیې د راډیو تلویزیون  عمومي رئیس ، محمد زاهد سوباجي، چې پدې فورم کې د خپلې وینا په ترڅ کې وویل ،

"موږ د ترکیې ملي راډیو تلویزیون  میټاورس  په برخه کې  په لومړنیو کتارونو کې د ځای نیولو او پدې برخه کې په یو مهم او پیاوړي نشراتي ارګان د بدلولو په خاطر  د ترکیې او نړۍ مخکښو 'میټاورس' ډیزاین او ټیکنالوژۍ شرکتونو سره په همکارۍ او تخنیکي زیربناو په جوړولو په کار پیل کړی دی.

پدې  فورم کې، چې ترکي او بهرني ګډون کوونکي به برخه واخلي، "د میټاورس ډیزاین کول"، " بشریت  ۲.صفر : راتلونکی څه دی؟ 'میټاورس' موږ سره  د څه شي ژمنه کوي؟ بشریت څه تمه لري؟ "په میټاورس کې لوبې او پیلونه  لپاره فرصتونه" په میټاورس کې میډیا، هنر، فیشن او تعلیم "  په څیر ګردي میزونه او بحثونه ترسره شي.



اړوند خبرونه