۱۸ زره ۲۵۶ ناقانونه  افغان کډوال خپل هېواد ته  استول شوي دي.

په ترکیه کې د ناقانونه کډوالۍ پر خلاف مبارزه د پوره عزم سره دوام لري

1839816
۱۸ زره ۲۵۶ ناقانونه  افغان کډوال خپل هېواد ته  استول شوي دي.

۱۸ زره ۲۵۶ ناقانونه  افغان کډوال خپل هېواد ته  استول شوي دي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې له جنورۍ  میاشتې راهیسې خپلو هېوادونو ته د استول شویو غیر قانوني کډوالو شمېر ۳۴ زره ۱۱۲ تنو  ته رسېدلی دی.

د دغه وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ناقانونه کډوالۍ  پر خلاف د مبارزې  په چوکاټ کې  په  پولو کې نیول شوو امنیتي تدابیرو ترڅنګ پلټنو کچه هم لوړه شوې ده .

 د ویلو ده  چې د امنیتي  ځواکونو لخوا  د ناقانونه کډوالۍ پر خلاف د  عملیاتو او پلټنو په پایله کې په تېره موده کې نیول شوي ناقانونه کډوال چې ډیری افغانان دي ، د چارټر الوتنو او نورمالو الوتنو  له لارې خپلو هېوادونو ته استول کېږي.

د ۲۰۲۲ میلادي کال د جنوري په ۲۷ مه نيټه افغانستان ته د الوتنو له سره د پيلیدو نه راپدیخوا  په ټولیز ډول ۱۸ زره ۲۵۶ ناقانونه افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته استول شوي دي. له دې جملې څخه ۱۱۶۴۶ تنه په  ۶۶ چارټر الوتنو کې  او ۶ زره ۶۱۰ یې په نورمالو الوتنو کې خپل هیواد ته استول شوي دي.

د روان کال له پیل راهیسې خپل هېواد ته د استول شویو غیر قانوني کډوالو شمېر ۳۴ زره ۱۱۲ تنو ته رسېدلی دی.

د ناقانونه بهرنیو وګړو د ډیپورت چارې په په چټکۍ سره دوام لري.



اړوند خبرونه