ترکیه : په سوریه کې به د ترهګرو سازمانونو پر خلاف اقدام وکړو
ترکیې ویلي دي چې په سوریه کې د لازمو تدابیرو نیولو پوره هوډ لري.
ترکیې ویلي دي چې په سوریه کې د لازمو تدابیرو نیولو پوره هوډ لري.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سفیر سدات اونال په ملګرو ملتونو کې د امریکا دایمي استازې لینډا توماس ګرینفیلډ ته وویل چې ترکیه به د هغو تروریستي سازمانونو پر وړاندې لازم اقداماتو ته دوام ورکړي چې د دې هېواد ملي امنیت ته ګواښ رامنځته کړی دی.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت لخوا د خپور شوي بیان له مخې، مرستیال وزیر سیدات اونال د توماس-ګرین فیلډ سره چې د ترکیې د هاتای ولایت څخه لیدنه کوله د تیلیفون په کرښه خبرې وکړې.
وروسته له دې چې په ملګروملتونو کې د امریکا دایمي استازې توماس ګرینفیلډ وویل چې دوی د سوریې په شمال کې د ترکیې د پوځي عملیاتو په اړه اندیښمن دي، د ترکیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر اونال په ځواب کې ورته وویل چې د PKK/YPG/PYD بېلتون غوښتونکې ترهګرې ډلې نه یوازې د سوریې د ځمکنۍ بشپړتیا ته بلکې د ترکیې ملي امنیت ته هم جدي ګواښ رامنځته کړی دی. هغه وویل چې د ۲۰۱۹ کال په اکتوبر کې امریکا متحده ایالتونو او روسیې فدراسیون د ترکیې سره لاسلیک کړي تړون شرایط تر دې دمه ندي پوره کړي.
اونال همداراز توماس ګرین فیلډ ته وویل چې په دې وروستیو کې له دې سیمو چې ترکیه پکې د عملیاتو هوډ لري د ترکیې پر وړاندې د تروریستي ګواښونه نوره هم زیات شوي. د ترکیې پرامنیتي ځواکونو، ملکي وګړو او د ترکیې په پولو کې دننه د دغو ترهګریزو بریدونو په اړه له ترکیې څخه هیڅوک بې تفاوته پاتې کیدو تمه نشي کولی. هغه وویل چې ترکیه به د تروریستي سازمانونو په وړاندې اړین اقداماتو ته دوام ورکړي چې د زمونږ د هیواد حیاتي ملي امنیت ته ګواښ مخامخ کړی دی.