د هالنډ لومړی وزیر نن ترکیې ته راځي
د هالنډ لومړی وزیر د اوکراین په مسئلې د خبرو په خاطر ترکیې ته راځي
1799483
د هالنډ لومړی وزیر مارک روتي د ولسمشر رجب طیب اردوغان په بلنه رسمي سفر په ترڅ کې ترکیې ته راځي.
د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د هالنډ لومړی وزیر مارک روتي د رسمي سفر په ترڅ کې ترکیې ته راځي. ولسمشر اردوغان به د مارک روتي سره په لیدنه کې د ترکیې او هالنډ د اړیکو په ټولو اړیکو خبرې وکړي. همداشان د دواړو هیوادونو ترمنځه د همکاریو د کچې د لا لوړولو په برخه کې په اوچتیدونکو ګامونو خبرې وکړي.
همداشان پدې لیدنه کې به د دوه اړخیزو اړیکو سربیره د اوکراین په مسئلې، د سیمې په وروستیو پرمختګونو او نړۍوالو مسئلو په اړه خبرې او تبادل د نظر وکړي.