په ترکیه کې د ماشومانو د وینې او سرطاني ناروغیو تر ټولو ستر روغتون جوړ شو
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په قیصري ولایت کې جوړ شوی د ماشومانو د هیماتولوژي او اونکولوژي ( وینې او سرطاني ناروغي ) روغتون پرانیست.
ولسمشر اردوغان د روغتون په پرانیست وینا کې وویل انشاالله چې دا روغتون به د نړۍ د ټولو ماشومانو لپاره د نوو هیلو او امیدونو باب پرانیزي.
ولسمشر اردوغان د قیصري ولایت د ایرجیس پوهنتون د ( قنقا ماشومانو هیماتولوژۍ او اونکولوژي روغتون ) وینې او سرطاني ناروغیو روغتون په پرانیست وینا کې د لرې لارې څخه د ټیلیفوني اړیکې سره ګډون وکړ.
ولسمشر اردوغان په پرانیست کې وویل چې " زمونږ دا روغتون په یو وخت کې ۴۰ ماشومانو ته د هډوکو د مغز د پیوند د عملیاتو د ترسره کولو په توان او ظرفیت جوړ شوی دی. "
هغه زیاته کړه دا روغتون چې د هیواد د خیرخواه او بشردوسته مرستندویانو په مرسته جوړ شوی دی د قیصري او ټول هیواد ماشومانو ته دې مبارک وي.
ولسمشر اردوغان زیاته کړه چې دا روغتون د هډوکو د مغز د پیوند، تالاسمي او هموفیلي د ناروغیو د مرکزونو سربیره د خپو په سر د تداوۍ د مرکزونو سره د ترکیې په کچه تر ټولو ستر د ماشومانو روغتون دی.
دا روغتون په یوخت کې ۴۰ تنو ماشومانو ته د هډوکو د مغز د پیوند په ظرفیت جوړ شوی دی. ددې ځانګړتیا سربیره زمونږ دا روغتون ترکیه خو پر ځای پریږده د نړۍ د روغتونونو سره د سیالۍ توان لري.
انشاالله چې ددې روغتون د مسلکي کدرونو او ټولو اړتیاوو د پوره کیدو نه وروسته به په نږدې راتلوونکی کې په سیمه او ټوله نړۍ کې د ماشومانو لپاره د هیلو او امیدونو په دروازې بدل شي.
ولسمشر اردوغان وویل چې زه ددې روغتون په جوړولو کې د مرسته کوونکو ټولو مرستندویانو او د ایرجیس پوهنتون د ادارې نه د ټول هیواد په استازیتوب د زړه له کومې مننه کوم.
اړوند خبرونه
ولسمشر اردوغان د ډونلد ټرمپ سره ټیلیفوني خبرې وکړې
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو ګټونکي ډونلډ ټرمپ ته مبارکي ورکړه.