نن د اپریل ۲۳ مه نیټه چې په ترکیه کې د ملي حاکمیت او ماشومانو د جشن سره سمون خوري.
د ترکیې مشرانو د اپریل ۲۳ مه د ترکیې د ملي حاکمیت او ماشومانو د جشن په مناسبت د مبارکۍ پيغام خپور کړ
د ویلو ده چې د نن نه پوره ۱۰۱ کاله مخکې په ترکیه کې د جمهوریت د تاسیس په خاطر لومړنی ګام اوچت شو او ملي شورا افتتاح شوه.
د ترکیې د ملي شورا رئیس مصطفی شنتوپ د اپریل ۲۳ مه د ترکیې د ملي حاکمیت او ماشومانو د جشن په مناسبت په خپور کړي پيغام کې ویلي دي “ زمونږ ملت چې لکه څرنګه ۱۰۱ کاله مخکې د وطن د یووالي او اتحاد په خاطر د پوره عزم او قوي ارادې سره کار کړی وو په همدې شان نن ورځ د هماغې ارادې سره کار کوي.
د ترکیې د ملي شورا د تاسیس د ۱۰۱ کلیزې چې د ازادې ارادې او ملي خپلواکۍ مظهر دی او د ملي حاکمیت او ماشومانو د ځانګړې ورځ په مناسبت د ترکیې ملت ته د زړه له کومې مبارکي واړیم.
د ترکیې ملي شورا چې ۱۰۱ کاله مخکې د ډیرو زیاتو ستونزو او مشکلاتو سره تاسیس شوې ده په اصل کې مونږ ته د هغه اتلانو چې د خپلو سرونو په بدل يي د ازادۍ او خپلواکۍ نه دفاع کړې ده ډالۍ ده.
په همدې وسیله د ترکیې د جمهوریت موسس غازي مصطفی کمال اتاترک او د هغه همکارانو، د ملي شورا د تاسیس د ورځې راهیسې ددې ملت لپاره خدمت کوونکو ټولو وکیلانو، په ځانګړې توګه د هیواد د ملي سرود شاعر او لیکوال محمد عاکف ایرسوی او د استقلال د جګړې شهیدانو لپاره د رحمت او مغفرت غوښتنه کوو او د هغوې نه په ډیره درناوي سره یادونه کوو. ”
همداشان د ترکیې د جمهوریت خلق ګوند مشر ګمال کلچدار اوغلو هم د اپریل ۲۳ مه د ملي خپلواکۍ او ماشومانو د جشن له امله د هیواد ماشومانو ته په انلاین ډول مبارکي وویله .
کمال کلچدار اوغلو د هیواد دننه او بهر د ماشومانو سره په انلاین ډول د لیدونو په اړه د ټولنیزې مډیا له لارې یوه ویدیو خپره کړه.
د ترکیې د ملیت پالو غورځنګ مشر دولت باغچلي هم د ټولنیزې مډیا له لارې د اپریل ۲۳ مه او د ماشومانو د جشن په مناسبت د مبارکۍ پیغام خپور کړی دی.
هغه په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې د ترکیې د ملي شورا د لومړي رئیس مصطفی کمال اتاترک ، ذ ملي شورا لومړنیو وکیلانو، د ملي شورا ټولو هغه وکیلانو چې ژوند يي دلاسه ورکړی او د هیواد ټولو شهیدانو ته د الله د دربار څخه د رحمت او مغفرت غوښتنه کوو او ملي حاکمیت او ماشومانو د جشن له امله ټولو هیوادوالو ته د زړه له کومې مبارکي وایم.
اړوند خبرونه
ولسمشر اردوغان د مې ۲۹ مه د استانبول د فتحې د ۵۷۱ مې کلیزې په مناسبت مبارکۍ پیغام خپور کړ.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د استانبول فتحه د تاریخ له سترو بریاوو څخه وه.