د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د نوي کال په مناسبت د مبارکۍ پیغام خپور کړ.

د نوي کال په اړه د ولسمشر اردوغان د مبارکۍ پیغام

1555314
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د نوي کال په مناسبت د مبارکۍ پیغام خپور کړ.

 

ولسمشر اردوغان په خپل پیغام کې د ملت هر وګړي نه د کرونا ویروس پر خلاف په مبارزه کې د نوي کال د شپې په ګډون د تدابیرو د مراعات کولو او ددې مبارزې سره د مرستې کولو غوښتنه وکړه.

ولسمشر اردوغان په خپور کړي پیغام کې  ویلي دي ددې په هیله چې دا نوی کال  د ترکیې، سیمې ، نړۍ او ټول بشریت لپاره د خیر  او ښېګڼې وسیله وګرځي.

هغه وویل چې ۲۰۲۰ کال د کرونا ویروس د نوي ډول کووید ۱۹ په ګډون د یو زیات شمیر مشکلاتو سره زمونږ د امتحانیدو کال وو. د کرونا ویروس چې ټوله نړۍ تر اغیزو لاندې نیولې ده په تیرو یوه پيړۍ کې تر ټولو ستره وبا ناروغۍ  او ستر بحران په توګه په تاریخ کې ثبت شو.

ولسمشر اردوغان وویل چې  د کرونا وبا ناروغۍ د پیلیدو سره سم په ټوله نړۍ کې د ماسکونو نه نیولې تر مصنوعی ساه اخیستو ماشین الاتو، د صفايي توکو، درملو پورې نړۍ د جدي ستونزو سره مخامخ کړه خو ترکیې بیا د قوي روغتیايي بڼسټونو او په خپل وخت د نیولو پياوړو تدابیرو او ښه مدیریت له برکته دا بحران په ډیر کمو ضایعاتو پایته ورسو.

ولسمشر اردوغان وویل چې په ترکیه کې د چا خبره د ټولې اروپا په اندازه په روغتونونو کې د سختو ناروغانو یا ریکوري څانګې شتون لري. ترکیې دا بحران د څه باندې یو میلیون او سلو زرو تنو روغتیايي پرسونل سره په ډیره ښه توګه مدیریت کړ.

همداشان ترکیې د ډیر پراخه اجتماعي امنیت د سیستم د درلودو له برکته هیوادوالو د په هره برخه کې د تداوۍ ډیر ښه خدمات وړاندې کړي دي. هیوادوال د تداوۍ د هر ډول ګزافو مصارفاتو نه پرته تداوي شوي دي. په هیواد کې وګړو ته د ټسټ نه نیولې تر تداوۍ او درملو پورې هر څه په وړیا توګه ورکړ شوي او مهیا شوي دي.

ولسمشر اردوغان وویل روانو تحقیقاتو او د ویروس سیر ته په کتو سره داسې ښکاري چې دا وبا ناروغي د یو څه نورې مودې لپاره هم دوام وکړي. ترکیې د کرونا واکسین د تدارک او پخپله د کرونا ویروس د جوړولو چارې ګړندۍ کړي دي. مونږ ترکیه دې ناڅرګند راتلوونکې ته پوره چمتو کړې ده . هر ډول تدابیر مو نیولي دي.

ولسمشر اردوغان په هیوادوالو هم ددې د تدابیرو د مراعات کولو غږ کړی دی.

هغه ویلي دي چې د ملت هر وګړی د نوي کال د شپې په ګډون باید تدابیر مراعات کړي او دې سختې مبارزه کې زمونږ سره مرسته وکړي. ځکه چې ددوې دا مرسته ددې مصیبت نه مونږ هر څه ژر د خلاصولو سره حیاتي ارزښت لري.

ولسمشر په پای کې یو ځل بیا ټولو هیوادوالو او بشریت ته ددې نوي کال د رارسیدو له امله مبارکي ویلې ده .



اړوند خبرونه