ولسمشر اردوغان جو بایدن ته په ټاکنو کې د بري له امله مبارکي وویله

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر په توګه ټاکل شوي جو بایدن ته مبارکۍ پيغام ولیږه.

1525804
ولسمشر اردوغان جو بایدن ته په ټاکنو کې د بري له امله مبارکي وویله

 

د ترکېې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست ویلي دي چې ولسمشر اردوغان په لیږلي پیغام کې ویلي دي ، ددې په هیله چې د دوست او متحد هیواد امریکا د خلکو لپاره  د ټاکنو پایلې د خیر وسیله وګرځي.

ولسمشر اردوغان په پيغام کې زیاته کړې ده چې « لکه څرنګه چې ستاسې د ولسمشرۍ د مرستیالۍ د دندې پر مهال په کراتو لیدنې کړي دي ، د ترکیې او امریکا اړیکي چې ډیرې ژورې ریښې لري ستراتیژیک اهمیت نه برښمندي دي.

په پيغام کې راغلي دي  " نن ورځ چې په نړۍواله او سیمه ایزه کچه د ډول ډول  ننګونو او امتحانونو سره مخ یو، مونږ  دیته اړ کوي چې د ګډو ګټو او ارزښتونو پر بڼسټ ولاړې  متقابل اړیکې لا پراخه او پياوړې کړو. په راتلوونکې دوره کې د امریکا د حکومت سره پډې رڼا کې په ګډه او نږدې همکارۍ ټینګار کوم، او پوره باور لرم  ، لکه څرنګه چې زمونږ د هیوادونو ترمنځه قوي همکارۍ او اتحاد  تر ننه پورې د نړۍ د سولې سره حیاتي مرسته کړې ددینه وروسته به هم مرستې ته دوام ورکړي. په ټاکنو کې د بري له امله تاسې ته مبارکي وایم. د امریکا متحده ایالتونو د خلکو د سولې او هوساینې په خاطر خپلې نیکې هیلې وړاندې کوم."

همداشان ولسمشر اردوغان د امریکا ولسمشر ډونلد ټرمپ ته هم  چې په ټاکنو کې د بایدن پر وړاندې د ماتې سره مخامخ شو پيغام استولی دی.

ولسمشر اردوغان ټرمپ ته په استولي پیغام کې  ویلي دي " د ترکیې او امریکا اړیکې چې د ګډو ګټو او ارزښتونو پر بڼسټ ولاړې دي  ددې اړیکو د لا زیاتې ودې په خاطر ستاسې د صمیمي هلو ځلو او لید نه مننه کوم. "



اړوند خبرونه