د نړۍ د ګوټ ګوټ نه ترکیې ته د خواخوږۍ او مرستې پيغامونه راروان دي

د نړۍ د ګوټ ګوټ نه ولسمشر رجب طیب اردوغان ته په ترکیه کې د رامنځته شوې زلزلې له امله د خواخوږۍ او مرستو پيغامونه راروان دي.

1519240
د نړۍ د ګوټ ګوټ نه ترکیې ته د خواخوږۍ او مرستې پيغامونه راروان دي

 

د شمالي قبرس ترک جمهوریت ولسمشر ایرسین تاتار ولسمشر اردوغان سره د ټيلیفون په کرښه تماس نیولی او په ایزمیر ولایت کې د رامنځته شوې زلزلې خواخوږي او تسلیت مراتب وړاندې کړي دي.

همداشان د اذربایجان ولسمشر الهام علي یف هم د ولسمشر اردوغان سره ټیلیفوني اړیکه ټینګه کړې او په ایزمیر ولایت کې په رامنځته شوې زلزله کې د مرګ ژوبلې له امله ژور خفګان او همدردي ښودلې ده . هغه ولسمشر اردوغان ته د تسلیت د مراتبو د وړاندې کولو سربیره هر ډول مرستې ته چمتوالی ښودلی دی. هغه ویلي دي چې د ورور هیواد ترکیې ترڅنګ ولاړ یو او هر ډول مرستې ته اماده یو.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم ولسمشر اردوغان ته د تسلیت او خواخوږۍ پیغام رالیږلی دی.

د اوزبیکستان ولسمشر شوکت میرضیایوف هم د خواخوږۍ پيغام راستولی او د زلزلې قربانیانو ته يي د الله د دربار څخه د رحمت او مغفرت او ټپیانو ته د عاجلې شفاء غوښتنه کړې ده.

د اوکراین ولسمشر ولادیمر زیلانسکي هم د خواخوږۍ او تسلیت مراتب وړاندې کړي دي.

د اتریش  ولسمشر  الکساندر وان دیر بیلین د خواخوږۍ د پيغام په خپرولو سره ویلي دي چې زمونږ دعاګانې په ترکیه او یونان کې د رامنځته شوې زلزلې زلزله ځپلو سره دي.

د کوسووا ولسمشر هاشم تاجي د همدرۍ پیغام په خپرولو سره ویلي دي چې د کوسووا د خلکو په توګه د ترکیې او ترک ملت ترڅنګ ولاړ یو.

د البانیا ولسمشر هم د خواخوږۍ پیغام خپور کړی او ویلي دي چې هیواد يي د ټولو امکاناتو سره د دوست هیواد ترکیې سره مرستې ته چمتو دی.

د بوسنیا هرزګوینا د ولسمشرۍ شورا رئیس هم د ترکیې سره پدې غم کې ځان شریک بللی دی.

د قزاقستان ولسمشر قاسم جومرت توقایوف په ایزمیر ولایت کې په رامنځته شوې زلزله کې د ځاني تلفاتو له امله ولسمشر اردوغان ته د خواخوږۍ پيغام رالیږلی دی.

د یونان لومړي وزیر میچوتاکیس هم تیره ورځ د زلزلې د رامنځته کیدو نه وروسته د ولسمشر اردوغان سره د ټيلیفون په کرښه اړیکه ټینګه کړه او تسلیت مراتب يي وړاندې کړل.

هغه د اړتیا په صورت کې هر ډول مرستې ته چمتوالی وښود. ترکیې ولسمشر هم یونان سره د مرستې لپاره چمتوالی وښود.

د بله پلوه د اروپا شورا رئیس چارلیس میشل د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې د ایژې په سمندر کې په ترکیه او یونان کې رامنځته شوې زلزله د نږدې نه تعقیبوو. هغه ویلي دي اروپايي ټولنه هر ډول مرستې ته اماده ده.

د بلغاریا لومړي وزیر هم د تسلیت او خواخوږۍ پيغام خپور کړی دی.

د قطر امیر د ولسمشر اردوغان سره په ټیلیفوني خبرو کې خواخوږي او همدردي وښودله او هر ډول مرستې ته يي پوره چمتوالی وښود.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم د پيغام په خپرولو سره هیواد يي د ورور هیواد ترکیې سره هر ډول مرستو ته چمتو دی.

د ناټو  سازمان مشر ینس ستولتنبرګ ویلي دي چې د متحدو هیوادونو ترکیې او یونان سره هر ډول مرستو ته حاضر یو.

د روغتیا نړۍوال سازمان مشر خواخوږي ښودلې ده او ویلي دي چې حالات د نږدې نه تعقیبوي.

د ملګروملتونو سازمان ویلي دي چې د ترکیې د مقاماتو سره د تماس په حال کې دي او هر ډول مرستې د اړتیا په صورت کې مرستو ته حاضر یو.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت هم  د رامنځته شوې زلزلې له امله د ترکیې او یونان  سره د مرستو چمتوالی ښودلی دی.

د امریکا متحده ایالتونو بهرنیو چارو وزارت هم د پیغام په خپرولو سره خواخوږي او همدردي ښودلې ده.

همداشان د هالنډ  او کروواسي لومړي وزیرانو هم د خواخوږۍ پيغام رالیږلی دی.

د جرمني، چیلي ، سویډن، ایټالیا، انګلستان، ایستونیا، ګرجستان او یو زیات شمیر نورو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د خواخوږۍ پیغامونه راستولي او مرستو ته يي چمتوالی ښودلی دی.



اړوند خبرونه