د جاپان نوي‌ لومړي‌ وزیر ته د ولسمشر اردوغان د مبارکۍ پيغام

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د جاپان نوي‌ لومړي‌  یوشیهیده سوګا  ته د لومړي‌ وزیر په توګه د ټاکل کیدو له امله مبارکي وویله.

1491744
د جاپان نوي‌ لومړي‌ وزیر ته د ولسمشر اردوغان د مبارکۍ پيغام

 

د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو د ریاست د معلوماتو له مخې یوشیهیده سوګا ته د لیبرال ډیموکراټ ګوند د مشر او د لومړي وزیر په توګه د ټاکل کیدو له امله مبارکي‌ وویله. 

ولسمشر اردوغان د مبارکۍ په پیغام کې ددې خبرې په ټینګار ویلي‌ دي چې«  د ترکیې او جاپان ترمنځه د دوستۍ د اړیکو بڼسټ ۱۳۰ کاله مخکې په نن ورځ د ۱۸۹۰ میلادي کال د سپټمبر په ۱۶ مه نیټه په کوشیموتو کې د ایرطغرل پوځي‌ کښتۍ د ډوبیدو  سره ایښودل شوی دی.

ستاسې ذات عالي‌ پدې مهمه ورځ او پداسې یو مهمه دنده ټاکل کیدل زمونږ د دوستۍ د تاریخ له پلوه یو ډیر فوق العاده او ښکلی توافق شوی دی. زمونږ دا تاریخي‌ او ژورې اړیکې په ۲۰۱۳ کال کې د ستراتیژیک شراکت د رامنځته کولو سره لا پیاوړې شوي‌  او  ددې په هیله چې ستاسې ذات عالي‌ په مشرۍ او مرستو به دا اړیکې لا لوړې سویې ته ورسول شي. »

جاپان د نړۍوالې ټولنې یو ډیر مهم او منل شوي غړي‌ په توګه د نړۍوال استقرار ، سولې او هوساینې سره مرستې د ستایلو وړ دي.

زه پوره باور لرم چې د جغرافي واټن له مخې د یو بل نه لرې د خو د زړه او دوستۍ د اړیکو له پلوه د یو بل سره نږدې د ترک او جاپان د ملتونو صمیمي شراکت، هلې ځلې  نړۍوالې ټولنې د سولې او ثبات سره ډیره زیاته مرسته کوي. د همدې درک په چوکاټ کې په دوه اړخیزو، سیمه ایزو او نړۍوالو مسئلو کې تاسې سره په ګډه او همکارۍ په چوکاټ کې کارکولو نه له امله خوښ یم. پدې وسیله ستاسې لپاره د روغتیا او خوښۍ او د دوست جاپان ملت لپاره د ښه والي‌ او هوساینې هیله کوم.



اړوند خبرونه