ولسمشر اردوغان : د ترکیې جمهوري‌ دولت بڼسټ پر اتحاد او ورورولۍ ایښودل شوی دی

ولسمشر اردوغان د اپریل ۲۳مه د ملي‌ حاکمیت او ماشوم د اختر په مناسبت هیوادوالو ته په خطاب کې وینا وکړه

1404256
ولسمشر اردوغان : د ترکیې جمهوري‌ دولت بڼسټ پر اتحاد او ورورولۍ ایښودل شوی دی

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د ترکیې جمهوري دولت د اتحاد، یووالي، ورورولۍ او همغږۍ پر بڼسټ جوړ شوی هیواد دی.

ولسمشر رجب طیب اردوغان د اپریل ۲۳ مه د ترکېې د ملي‌ حاکمیت او ماشوم د اختر او ملي شورا د سلمې کلیزې په مناسبت د ملت په خطاب وینا وکړه.

ولسمشر اردوغان خپله وینا د ترکیې جمهوریت د موسس غازي‌ مصطفی کمال اتاترک او ټولو شهیدانو او غازیانو ته د الله د دربار څخه د مغفرت او رحمت په غوښتنه پیل کړه.

هغه وویل چې د غازي‌ مصطفی کمال اتاترک او ټولو شهیدانو او غازیانو نه په منت او درناوي‌ سره یادونه کوو.

" د ترکیې ملي شورا  د نن نه یوه پیړۍ مخکې په پلازمینه انقره  پداسې حال کې پرانیسل شوه  چې وطن د اشغال لاندې قرار درلود  خو  ملي‌ شورا زمونږ د ملت او دولت  لپاره د ازادۍ او خپلواکۍ د مبارزې یو مهم مرکز وو.

د ترکیې جمهوري دولت بڼسټ په اتحاد، یووالي، ورورولۍ او همغږۍ ایښودل شوی دی. د اپریل ۲۳ مه په ترکیه کې د دیموکراسۍ، ملي‌ ارادې او د ملت د حاکمیت  یو ډیر مهم سمبول دی."

همداشان ولسمشر اردوغان وویل چې د اپریل ۲۳ مه د ترک ملت لخوا خپلو اولادونو د ورکړي‌ ارزښت او اهمیت او پر ځوانانو د پوره باور کولو یوه ښکاره بیلګه ده.

ولسمشر اردوغان همداشان ترک ملت او ټول عالم اسلام ته  د روژې د مبارکې میاشتې د رارسیدو له امله مبارکي وویله. هغه وویل چې نن شپه به ترک ملت او ټول عالم اسلام لومړنۍ تراویح لمونځ ادا کوي‌ او لومړنی پیشلمی به کوي.

د ویلو ده چې سږ کال د کرونا ویروس د تدابیرو په چوکاټ کې په ترکیه کې د اپریل ۲۳ مه د ملي‌ حاکمیت او ماشوم اختر پرته د شاندارو مراسمو ولمانځل شوه. خو سږ کال بیا د د شپې په ۹ بجو د ولسمشر اردوغان په ګډون د هیواد څه باندې ۸۳ میلیونو وګړو د خپلو کورونو د بالکونو او باغچو نه په یو غږ په ګډه سره  د هیواد ملي‌ سرود ووایه.



اړوند خبرونه