نن په ترکیه کې نږدې ۸۵ میلیونه تنه په یو غږ ملي سرود وايي

ترکیه نن د هیواد ملي شورا د تاسیس سلمه کلیزه د کرونا ویروس د تدابیرو لاندې لمانځي

1403941
نن په ترکیه کې نږدې ۸۵ میلیونه تنه په یو غږ ملي سرود وايي

په ترکیه کې د کرونا ویروس د تدابیرو په چوکاټ کې  د اپریل ۲۳ مه د ترکیې د ملي شورا د تاسیس د سلمې کلیزې  لمانځنو هم ځینې محدودیتونه لګول شوي‌ دي.

خو ددې ټولو سره سره نن په ترکیه  نږدې ۸۵ میلیونه هیوادوال په ځايي‌ وخت د ماسخوتن په ۹ بجو ټول د خپلو کورونو بالکونو او باغچو ته راوځي‌ او په یو غږ د هیواد ملي‌ سرود وايي.

پدې مراسمو کې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د هیواد ټول مشران ګډون کوي.

دا مراسم د هیواد د تلویزیوني‌ کانالونو لخوا په ژوندۍ بڼه خپریږي.



اړوند خبرونه