نن د اپریل ۲۳ مه د ترکیې د ملي حاکمیت او ماشوم اختر سلمه کلیزه د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې لمانځل کیږي
د ترکیې د ملي شورا د تاسیس د سلمې کلیزې او د اپریل ۲۳ مه د ملي خپلواکۍ او ماشومانو د اختر د ورځې لومړنۍ لمانځغونډه په ملي شورا کې د اتاترک د څلي تر څیرمه جوړه شوه.
دا مراسم د ترکیې د ملي شورا رئیس مصطفی شنتوپ په مشرۍ ترسره شول. د ملي شورا رئیس شنتوپ لومړی د اتاترک څلي ته د ګلانو ګیډۍ کیښوده او وروسته يي د درناوي مراسم پر ځای کړل.
وروسته د ترکیې د ملي سرود وغږول شو.
وروسته د ترکیې د ملي شورا د رئیس مصطفی شنتوپ په مشرۍ د دولت ټولو چارواکیو د ملي شورا د سلمې کلیزې د اپریل ۲۳ مه د ملي حاکمیت او ماشومانو د اختر له امله د اتاترک د مزار انت کبیر زیارت وکړ.
پدې مراسمو کې د ترکیې د ملي شورا رئیس شنتوپ سربیره د ولسمشر رجب طیب اردوغان مرستیال فواد اوکتای، د ټولو سیاسي ګوندونو مشرانو ، د پارلمان وکیلانو او یو زیات شمیر وزیرانو ګډون کړی وو.
د هیواد د ملي شورا رئیس د اتاترک په مزار انت کبير کې د ګلانو د ګیډۍ او درناوي د مراسمو د ادا کولو نه وروسته د اتاترک د مزار ځانګړی کتاب لاسلیک کړ .
د ویلو ده چې په استانبول کې هم د اپریل ۲۳ مه د ملي حاکمیت او ماشومانو د اختر په مناسبت د تقسیم په میدان کې د جمهوریت د څلي ته د ګلانو د ګیډۍ په ایښودو سره لمانځغونډه وشوه.
د ویلو ده چې په ترکیه کې د کرونا ویروس او ګرځبند له امله ټولو هیوادوالو د خپلو کورونو بالکونه د ترکیې په بیرغونو او اتاترک په انځورونو سینګار کړي او د بالکونو نه د ددې مهمې ورځې په لمانځنه کې ګډون کوي.
همداشان نن د ماسخوتن په ۹ بجې په ټوله ترکیه کې د بالکونو نه وروسته ملي سرود غږول کیږي چې ټول به يي په ګډه ووایي. پدې مراسمو کې به ولسمشر رجب طیب اردوغان د خپل اقامتګاه نه ګډون وکړي.
اړوند خبرونه
ولسمشر اردوغان د مې ۲۹ مه د استانبول د فتحې د ۵۷۱ مې کلیزې په مناسبت مبارکۍ پیغام خپور کړ.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د استانبول فتحه د تاریخ له سترو بریاوو څخه وه.