د اپریل ۲۳ مه د ملي‌ خپلواکۍ او ماشومانو د اختر د ورځ په اړه د ولسمشر اردوغان پيغام

ولسمشر اردوغان : زمونږ ماشومان او ځوانان به خامخا خپل اهدافو ته ورسیږي

1403637
د اپریل ۲۳ مه د ملي‌ خپلواکۍ او ماشومانو د اختر د ورځ په اړه د ولسمشر اردوغان پيغام

د ترکیې  ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې  د ترکیې ماشومان او ځوانان به  د قوت او هیجان سره د ۲۰۲۳ او ۲۰۷۱ کلونو ټاکل شوو اهدافونو ته خامخا ورسیږي.

ولسمشر اردوغان د ترکیې د ملي‌ شورا د تاسیس د سلمې کلیزې او د اپریل ۲۳ مه د ملي‌ خپلواکۍ او ماشومانو د اختر په مناسبت د مبارکۍ پیغام خپور کړ.

ولسمشر اردوغان په خپور کړي‌ پیغام کې داسې ویلي‌ دي‌ !

" زمونږ د شانلدار تاریخ د مهمو سمبولونو نه  د ترکیې ملي شورا لکه د تیرو  سلو کلونو په څیر ددینه وروسته به هم د   ابد لپاره  د ملي‌ ارادې  ښکارندوی  وي."

 

ولسمشر اردوغان ویلي‌ دي‌ چې " د ۱۹۲۰ کال د اپریل د ۲۳ مې روح ، د خپلواکۍ عظیمه اراده، په اتحاد او اتفاق باندې  خپل اعتماد راتلوونکو نسلونو ته انتقالول زمونږ تر ټولو ستر امانت دی. "

 

 



اړوند خبرونه