په ترکیه کې د ماشومانو نفوس اعلان شو.

ترکیه په اروپا کې د ماشومانو د نفوس له پلوه تر ټولو د لوړ نفوس خاوند هیواد دی

1399987
په ترکیه کې د ماشومانو نفوس اعلان شو.

 

د ترکیې د احصایې ادارې د ۲۰۱۹ میلادي‌ کال تر وروستۍ ورځ په  ترکیه کې د ماشومانو د نفوس  ارقام خپاره کړل.

د خپرو شوو شمیرو له مخې  د ترکیې د نفوس ۲۷ نقطه ۵ سلنه ماشومان تشکیلوي.

د احصایې ادارې ویلي دي‌ چې د ۲۰۱۹ میلادي‌ کال تر وروستۍ ورځ د ترکیې نفوس ۸۳ میلیونه ۱۵۴ زره او ۹۹۷ تنه وو چې  ۲۲ میلیونه ۸۷۶ زره او ۷۹۸ تنه يي ماشومان دي.

د ملګروملتونو سازمان  پریکړې په اساس  د صفر او ۱۷ کلونو ترمنځه  ماشومان شمیرل کیږي.

د ویلو ده چې د اروپايي ټولنې د احصایې د شمیرو له مخې بیا د ټولنې د غړیو اروپايي هیوادونو د نفوس ۱۸ نقطه ۶ ماشومان دي.

اروپايي ټولنې غړیو هیوادونو په منځ کې د ماشومانو له پلوه تر ټولو د لوړ نفوس خاوند هیواد ایرلنډ دی. په ایرلنډ کې د ماشومانو نفوس ۲۴ نقطه ۵ سلنه دی. همداشان فرانسه بیا د ۲۱ نقطه ۷ سلنې سره په دویم کتار کې  او انګلستان او سویډن بیا د ۲۱ نقطه ۱ سلنې سره په دریم کې کتار کې ځای لري.

په اروپايي ټولنې په غړیو هیوادونو کې د ماشومانو تر ټولو د ټیټ نفوس خاوند هیواد ایټالیا دی. په ایټالیا کې د ماشومانو نفوس ۱۶ سلنه دی. همداشان مالتا بیا د ماشومانو د ټیټ نفوس له پلوه د ۱۶ نقطه ۲ سلنې په دویم او جرمني‌ د ۱۶ نقطه ۴ سلنې سره په دریم کتار کې ځای لري.



اړوند خبرونه