د اپریل ۲۳ مه د ماشومانو د اختر یا ځانګړې ورځ په مناسبت د ولسمشر اردوغان د مبارکۍ پیغام

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي دي چې  تر ټولو ستر آرمان يي د هیواد د ماشومانو او ځوانانو لپاره  لا روښانه  راتلوونکي جوړول دي.

1188132
د اپریل ۲۳ مه  د ماشومانو د اختر یا ځانګړې ورځ په مناسبت د ولسمشر اردوغان د مبارکۍ پیغام

 

ولسمشر اردوغان  دا خبره  د اپریل ۲۳ مه  په ترکیه کې د ملي حاکمیت او ماشومانو د اختر د ورځې په مناسبت په خپور کړي  د مبارکۍ  په پیغام کې کړې ده .

ولسمشر اردوغان  په خپور کړي پیغام کې  د ترکیې د ملي شورا د تاسیس د ۹۹ کلیزې او د ترکيې  او نړۍ ماشومانو ته  د اپریل ۲۳ مه د ماشومانو د ورځ له امله مبارکي ویلې ده .

ولسمشر اردوغان په خپور کړي پيغام کې داسې ویلي دي ! « د هیواد د ملي حاکمیت د بنسټ د ایښودو پر مهال ، زمونږ د عزیز ملت  لوی او وړو ټولو په ګډه  بري او جمهوریت ته د غځیدلي  لارې  په خاطر د پوره اتحاد، اتفاق او یووالي سره  نه ستړې کیدونکې مبارزه کړې ده. زمونږ د ملت لپاره چې ( حاکمیت پرته د قید او شرط نه زمونږ د ملت دی) د شعار سره  د خپل استقلال او استقبال په خاطر  قوي مبارزه کړې ده د ملي شورا تاسیس ، د وطن او بیرغ سره د هغوې  بې سارې مینې زمونږ   د  یووالی، اتحاد ، اتفاق او ورورولۍ  ضمانت کړی دی. »

د ۱۹۲۰ کال د اپریل ۲۳ مه زمونږ  د ملت  لپاره چې ملي اراده يي په هر څه لوړه بللې ده  او په یو غږ يي ویلي دي چې د ملي ارادې پرته بل ځواک ، اداره  او وصایط نه پیژني  د پوره خپلواکۍ  او استقلال پر لورې  د پرمختګ  د  اعلان  ورځ ده. زمونږ قهرمان ملت چې  د خپلواکۍ په جګړه کې د قهرمانۍ  داستان لیکلی دی  د خپلواکۍ د ترلاسه کولو نه وروسته هم  د جمهوریت د تاسیس او په چټکه توګه يي د هیواد د ودې او پرمختګ په خاطر هم  نه ستړې کیدونکې هلې ځلې کړي دي. د همدوې ددې نه ستړې کیدونکو  هلو ځلو په نتیجه کې  ترکیه نن  په نړۍ کې نمونه د مثال  او په یو قوي هیواد بدل شوی دی.

« مونږ هم  د خپل ملت د پوره ملاتړ  سره  د هیواد د روښانه راتلوونکي ضمانت کوونکو  ماشومانو  لپاره د لا قوي، لا بډایه او لا با ثباته  یوې  ترکیې جوړولو په خاطر  د خپل وس او توانه پورې  کار کوو. د اپریل ۲۳ مه  د ماشومانو اختر  چې  زمونږ ماشومان يي د نړۍ د ټولو ماشومانو سره په ګډه توګه لمانځني  زمونږ د ملت لخوا ماشومانو ته په کومه اندازه  د اهمیت د قایلیدو  ښکاره  مثال دی. زمونږ  ملت ماشومانو ته د نړۍ تر ټولو د قیمتي خزانې په سترګه ګوري او  ډير زیات اهمیت ورته قایل دي. زمونږ  تر ټولو ستر آرمان  ماشومانو او ځوانانو ته  د لا روښانه راتلوونکي  جوړول دي. »

ولسمشر  اردوغان  پدې پيغام کې  د هیواد د ملي شورا د تاسیس د ورځ نه راپدیخوا د ملي شورا د چت لاندې  هیواد ته خدمت کوونکو ټولو وکیلانو نه د مننې په کولو سره  ویلي دي چې « د استقلال د جګړې د عالی سرقومندان، د ترکیې د ملي شورا د بڼسټ ایښودونکي  او لومړني رئیس  او د ترکیې د جمهوریت موسس  غازي مصطفی کمال اتاترک ، ټولو شهیدانو او غازیانو نه  په ډیرې درناوۍ سره  یادونه کوو  او د الله د دربار څخه ورته د رحمت غوښتنه کوو. »

ولسمشر اردوغان  د هیواد او نړۍ ټولو ماشومانو ته  د اپریل د ۲۳ مې د ماشومانو د ځانګړي اختر له امله  د زړه له کومې مبارکي ویلې ده .



اړوند خبرونه