نن په ترکیه کې د ملي حاکمیت ورځ او د ماشومانو ملي اختر او جشن دی
نن د اپریل ۲۳ مه په ترکیه کې د ملي حاکمیت او ماشومانو د ملي اختر او جشن د ورځې سره سمون خوري.
د اپریل د ۲۳مې د ملي حاکمیت او ماشومانو د ملي اختر او جشن نه په ټول هیواد کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې لمانځنې وشوې.
د اپریل د ۲۳مې د ملي حاکمیت او ماشومانو د ملي اختر او جشن لومړني مراسم په پلازمینه انقره کې د ترکیې د جمهوریت د موسس مصطفی کمال اتاترک د مزار په زیات سره رسمآ پیل شول.
د ترکیې د پوهنې د وزیر نبي اوجې په مشرۍ په سلګونو تنو ښوونکو او زده کوونکو د اتاترک د مزار انت کبیر زیارت وکړ.
د هیواد د پوهنې وزیر د ملو ښوونکو او زده کوونکو سره لومړی د اتاترک په مزار د ګلانو ګیډۍ کیښوده او وروسته يي د درناوي مراسم پر ځای کړل.
همداشان د پوهنې وزیر د اتاترک د مزار په ځانګړې کتاب کې لاسلیک وکړ او داسې ولیکل ! د ترکیې جمهوریت چې ۹۶ کاله مخکې بڼسټ يي ستاسې لخوا ایښودل شوی دی د هرې ورځې په تیریدو سره قوي کیږي او پرمختګ کوي. ستاسې سره ژمنه کوو چې هیواد به په هره برخه کې د محاصر مدنیت لوړې سویې ته د رسولو په خاطر د خپل وس او توانه پورې هلې ځلې وکړو. ستاسې امانت د امینو لاسونو لخوا ساتل کیږي. روح مو ښاد .
همداشان د پوهنې د وزیر نه وروسته د هیواد د ملي شورا ریس او ورسره مل هیت د اتاترک د مزار زیارت وکړ.
د هیواد د ملي شورا ریس د لومړي وزیر احمد داوود اوغلو، د جمهوریت خلق ګوند مشر کمال کلچدار اوغلو، د ملیت پالو غورځنګ ګوند مشر دولت باغچلي او د کابینې د یو زیات شمیر وزیرانو او د ملي شورا د وکیلانو په ملګرتیا د اتاترک د مزار زیارت وکړ.
د هیواد د ملي شورا ریس اسماعیل قهرمان د مل هیت سره یو ځای لومړی د اتاترک په مزار د ګلانو ګی ډۍ کیښوده او وروسته يي د درناوي مراسم پر ځای کړل.
اسماعیل قهرمان د اتاترک د مزار په ځانګړي کتاب کې د لاسلیک نه وروسته داسې ولیکل ! د ترکیې ځوانان به د هیواد د خپلواکۍ او استقلال ترلاسه کوونکي هیڅوخت هم هیر نکړي. مونږ ته پاتې شوی دا میراث به لا په قوي توګه د تل لپاره ژوندی وساتو.
د اتاترک په مزار انت کبیر کې د رسمي مراسمو د پایته رسیدو نه وروسته مزار د ماشومانو پر مخ پرانیستل شو.
همداشان د اپریل د ۲۳مې د ملي حاکمیت د ورځې ، ماشومانو د ملي اختر او جشن په خاطر دویم رسمي مراسم د هیواد د ملي شورا په زړې او لومړنۍ ودانۍ کې ترسره شول.
د هیواد د ملي شورا ریس پدې مراسمو کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې د لومړني ملي شورا هدفونه باید د تل لپاره ژوندي وساتو.
د ملي شورا ریس اسماعیل قهرمان په خپله وینا کې په ملي یووالي او ورورولۍ ټینګار وکړ او زیاته کړه چې د ملي حاکمیت او استقلال نه دفاع باید زمونږ یواځنۍ موخه او هدف وي.
د نوموړو مراسمو نه وروسته د هیواد د پوهنې وزیر نبي اوجي د یو زیات شمیر ماشومانو سره په ګډه د چانکایا په مانۍ کې د لومړي وزیر احمد داوود اوغلو سره لیدنه وکړه.
د ویلو ده چې په ترکیه کې د تل په څیر نن هم ولسمشر، لومړي وزیر، د ملي شورا ریس او ګن شمیر وزیرانو په سمبولیکه په خپلو څوکیو ماشومان کینول.
لومړی لومړي وزیر احمد داوود اوغلو خپله څوکۍ یو تن ماشوم ته پریښوده.
د ماشوم لومړي وزیر په مشرۍ د کابینې غونډه جوړه شوه. پدې غونډه کې پخپله لومړي وزیر احمد داوود اوغلو چې دنده یو تن ماشوم ته سپارلې وه هم ګډون وکړ.
همداشان د هیواد ولسمشر رجب طیب اردوغان هم یوه ډله ماشومان حضور ته ومنل .
د نوموړو ماشومانو نه یو د یو څه مودې لپاره د ولسمشر په څوکۍ کیناست او ولسمشر ورته خپله دنده تسلیم کړه.
همداشان ماشومان به د لیدونو کتنو په چوکاټ کې د ملي شورا ریس اسماعیل قهرمان سره هم لیدنه وکړي.
اړوند خبرونه
ولسمشر اردوغان د مې ۲۹ مه د استانبول د فتحې د ۵۷۱ مې کلیزې په مناسبت مبارکۍ پیغام خپور کړ.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د استانبول فتحه د تاریخ له سترو بریاوو څخه وه.