نن د مې ۱۹مه د اتاترك د ياد، ځوانانو او سپورټ ملي ورځ ده.

ددې شانداره ورځې په مناسبت ټول مراسم په هېواد كې د ډبرو د سكرو د كان په ناورين كې د وژل شوو كسانو په درناوي نه ترسره كيږي

69808
نن د مې ۱۹مه د اتاترك د ياد، ځوانانو او سپورټ ملي ورځ ده.

نن د مې ۱۹مه د اتاترك د ياد، ځوانانو او سپورټ ملي ورځ ده.
ددې شانداره ورځې په مناسبت ټول مراسم په هېواد كې د ډبرو د سكرو د كان په ناورين كې د وژل شوو كسانو په درناوي نه ترسره كيږي.
ددې ورځې په مناسبت د لوړپوړو دولتي چارواكو د په پيغامونو كې هم د سوما د كان د ناورين اغېزې ليدل كيږي.
ولسمشر عبدالله ګل ددې ورځې په مناسبت پخپل پيغام كې څرګنده كړه چې`` له يوې خوا ددې ملي ورځې له امله وياړو او د بله پلوه په سوما كې د ناورين له امله زموږ زړونه داغ شوي دي.``
د تركيې د ملي شورا ريس هم پخپل پيغام كې څرګنده كړه چې د سږني كال د ځوانانو او سپورټ د ورځې خوشالي مو د سوما په غم ككړه شوه.
لومړي وزير اردوغان بيا ځوانان د تركيې تر ټولو لويه پانګه وبلله. اردوغان پخپل پيغام كې ليكلي دي چې ``زموږ ځوانان بايد د هر ډول استثمار نه ځانونه وژغوري، په چټكۍ سره د پراختيا او بدلون په حال كې نړۍ وڅاري او د ملي ارزښتونو په رڼا كې زموږ استقلال او راتلونكې پخپلو منګولو كې ونيسي.``


پيوندونه:

اړوند خبرونه