ولسمشر ګل د سوما سکرو کان نه لیدنه وکړه

د ترکیې ولسمشر عبدالله ګل چین ته پلان کړی خپل شپږ ورځنی سفر لغوه او سوما د ډبرو سکرو د کان نه د لیدنې په خاطر نن سوما ته سفر وکړ.

68068
ولسمشر ګل د سوما سکرو کان نه لیدنه وکړه

د ترکیې ولسمشر عبدالله ګل چین ته پلان کړی خپل شپږ ورځنی سفر لغوه او سوما د ډبرو سکرو د کان نه د لیدنې په خاطر نن سوما ته سفر وکړ.
ولسمشر عبدالله ګل د ډبرو سکرو د کان نه د لیدنې نه وړاندې د مانیسا ولایت د اقهیسار په ولسوالۍ کې په روغتون کې د بستري کارګرانو نه لیدنه وکړه .
ولسمشر ګل وروسته د سوما په سیمه کې د ډبر سکرو د کان نه لیدنه وکړه او د قربانیانو کورنیو سره يي خواخوږي څرګنده کړه .
د ویلو ده چې پدې سفر کې د ولسمشر عبدالله ګل سره د هیواد د ملي شورا ریس جمیل چیچک ملګرتیا کوي. چیچک امریکا ته پلان کړی سفر لغوه کړ او د سوما د پیښې د قربانیانو په غمشریکۍ کې ځان شریک کړ.
د ویلو ده چې د ترکیې د ملیت پالو غورځنګ ګوند مشر دولت باغچلي هم د سوما د کان نه لیدنه وکړه او د پیښې د قربانیانو د کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړه .
دولت باغچلي هم په روغتون کې د پیښې د ټپیانو نه لیدنه وکړه .


پيوندونه:

اړوند خبرونه