په ترکیه کې د ډبرو د سکرو په کان کې د اورلګیدنې له امله د مړو شم

د ترکیې د مانیسا ولایت د سوما په ولسوالۍ کې د سکرو په کان کې د اورلګیدنې له امله د مړو شمیره ۲۰۱ تنو ته لوړه شوه .

67208
په ترکیه کې د ډبرو د سکرو په کان کې د اورلګیدنې له امله د مړو شم

د ترکیې د مانیسا ولایت د سوما په ولسوالۍ کې د سکرو په کان کې د اورلګیدنې له امله د مړو شمیره ۲۰۱ تنو ته لوړه شوه .
تر اوسه پورې پدې پیښه کې ۸۰ تنه ټپیان شوي دي چې د ۴ تنو روغتیايي حالت يی باریکه دی.
تیره ورځ د ماسپخین په شاوخوا درنیمو بجو د هیواد د مانیسا ولایت د سوما په ولسوالۍ کې د سکرو په یو خصوصي کان کې اورلګیدنه رامنځته شوه . د ترکیې د انرژۍ او طبعي زیرمو وزیر تانر یلدز چې د پیښې د رامنځته کیدو نه سمدلاسه وروسته سیمه ته تللی دی نن سهار په خپلو وروستیو څرګندونو کې وویل چې په یاد شوي کان کې ۷۸۷ تنه کارګران کارکوي چې د پیښې د رامنځته کیدو نه وروسته ۳۶۳ تنه ژغورل شوي دي او پاتې کسان په کان کې بند پاتې دي.
د ویلو ده چې ټوله شپه د ژغورنې چارو دوام درلود چې په پایله کې ۸۰ تنه کارګران ټپي ژغورل شوي دي .
په پیښه کې د مړو شمیره ۲۰۱ تنو ته لوړه شوه . د هیواد د انرژۍ وزیر وویل چې د ژغورنې په چارو کې شاوخو۴۷۰ تنو ګډون کړی دی . د بله پلوه د مړو د شمیرې د لوړیدو په اړه اندیښنې شتون لري . د انرژۍ وزیر وویل چې په کان کې اورلګیدنه اوس هم دوام لري او دننه د بندو پاتو شوو کسانو د ژغورلو اړوند امیدونه مخ په کمیدو دي

د وروستیو شمېرو له مخې د وژل شوو كسانو شمېره ۲۴۲ تنو ته رسېدلې ده.
همداشان د هیواد لومړي وزیر رجب طیب اردوغان د نوموړې غمناکې پیښې له امله البانیا ته پلان کړی سفر لغوه کړ او نن سیمې نه لیدنه کوي.
په کان کې د بندو پاتې شوو کارګرانو خپل او خپلواک د کان په دورازه کې انتظار ته دوام ورکوي.
د ویلو ده چې د کان نه اوس هم لګوې پورته کیږي. همداشان نوموړي لوګي د ژغورنې چارې د خڼډ سره مخامخ کړې وې.

 



پيوندونه:

اړوند خبرونه