لومړى وزير اردوغان د ډبرو د سكرو په كان كې د اورلګېدنې سيمې ته و

اردوغان د پېښې ځاى له نږدې نه د ليدلو وروسته خبريالانو ته وويل چې د وژل شوو كسانو شمېره ۲۳۸ تنو ته ورسېدله.

67602
لومړى وزير اردوغان د ډبرو د سكرو په كان كې د اورلګېدنې سيمې ته و

لومړى وزير اردوغان د ډبرو د سكرو په كان كې د اورلګېدنې سيمې ته ورسېد.
اردوغان د پېښې ځاى له نږدې نه د ليدلو وروسته خبريالانو ته وويل چې د وژل شوو كسانو شمېره ۲۳۸ تنو ته ورسېدله.
اردوغان چې نن غرمه د ناورين سيمې ته ورسېدلو د لومړي وزير د مرستيال بشير اتلاى او د انرژۍ او طبعي زېرمو وزير تانر ييلدز سره په ګډه يې د پېښې په اړه د اړوندو چارواكو نه معلومات ترلاسه كړل.
اردوغان په خبري غونډه كې خبريالانو ته وويل چې تر اوسه پورې ۲۳۸ تنو كاګرانو خپل ژوند له لاسه وركړى دى. ۸۰ تنه نور ټپيان شوي دي. اردوغان دا هم وويل د پېښې په اړه هېڅ ډول نيمګړتيا به ونه بښي.
لومړي وزير اردوغان دا هم وويل چې د چارواكو د معلوماتو له مخې اوس هم شاوخوا ۱۲۰ تنه نور په كان كې دننه بند پاتې دي. د نوموړو د ژغورنې په موخه عمليات روان دي.
د پېښې په اړه عدلي او اداري څېړنې پيل شوي دي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه