ترکیې تر ټولو لويه باروړونكې نظامي الوتكه جوړه كړه

د تركيې لومړنۍ ستراتيژيكي ترانسپورټي الوتكه د يو لړ مراسمو په ترڅ كې د هېواد هوايي ځواكونو ته وسپارل شوه.

66350

د اطلس په نامه اې ۴۰۰ اېم ډوله الوتكه چې د تركيې په ګډون د شپږو هېوادونو لخوا په ګډه د ۱،۳ ميلياردو ډالرو په پانګې اچوونې سره جوړه شوې ده د تركيې د هوايي ځواكونو عمومي قوماندانۍ ته وسپارل شوه.
پدې مراسمو كې چې د قيصري په ښار كې ترسره شول ولسمشر عبدالله ګل هم ګډون كړى وو.
ولسمشر ګل د خپلې وينا په ترڅ كې وويل چې `` د هېواد د راتلونكې لپاره د ترانسپورټي الوتكو د يوې نوې پروژې د ترسره كېدو له امله وياړو.``
ولسمشر ګل وويل چې `` تركيه د هغو هېوادونو سره په ګډه كار كوي چې د نړۍ تر ټولو پياوړې او لويې ترانسپورټي الوتكې توليدوي. تركيې پدې برخه كې لويه لاسته راوړنه لرلې ده. د تركيې د هوايي ځواكونو اړتياوې به پوره كړي.``د تركيې لومړنۍ ستراتيژيكي ترانسپورټي الوتكه د يو لړ مراسمو په ترڅ كې د هېواد هوايي ځواكونو ته وسپارل شوه.
د اطلس په نامه اې ۴۰۰ اېم ډوله الوتكه چې د تركيې په ګډون د شپږو هېوادونو لخوا په ګډه د ۱،۳ ميلياردو ډالرو په پانګې اچوونې سره جوړه شوې ده د تركيې د هوايي ځواكونو عمومي قوماندانۍ ته وسپارل شوه.
پدې مراسمو كې چې د قيصري په ښار كې ترسره شول ولسمشر عبدالله ګل هم ګډون كړى وو.
ولسمشر ګل د خپلې وينا په ترڅ كې وويل چې `` د هېواد د راتلونكې لپاره د ترانسپورټي الوتكو د يوې نوې پروژې د ترسره كېدو له امله وياړو.``
ولسمشر ګل وويل چې `` تركيه د هغو هېوادونو سره په ګډه كار كوي چې د نړۍ تر ټولو پياوړې او لويې ترانسپورټي الوتكې توليدوي. تركيې پدې برخه كې لويه لاسته راوړنه لرلې ده. د تركيې د هوايي ځواكونو اړتياوې به پوره كړي.``

پيوندونه:

اړوند خبرونه