ولسمشر ګل ګرجستان ته لاړ

د هېواد ولسمشر عبدالله ګل د تركيې – آذربايجان – ګرجستان د هېوادونو په درې اړخيزه سرمشريزه كې د ګډون په موخه د ګرجستان پلازمېنې تيفليس ته لاړ.

62758
ولسمشر ګل ګرجستان ته لاړ

د هېواد ولسمشر عبدالله ګل د تركيې – آذربايجان – ګرجستان د هېوادونو په درې اړخيزه سرمشريزه كې د ګډون په موخه د ګرجستان پلازمېنې تيفليس ته لاړ.
ولسمشر ګل تيلفيس ته د تګ نه دمخه څرګنده كړه چې د ليدنې اصلي موخه يې د ګډو پروژو سره د جنوبي قفقاز ترمېنځ د سولې، استقرار او رفا په فضا كې د اړيكو لا زياته پراختيا ده.
د درې اړخيزې سرمشريزې د اجندا اصلي موضوع انرژي ده. په ورته ډول د سيمه ايزې همكارۍ په اړه به د درېواړو هېوادونو لوړپوړي چارواكي هم خبرې اترې وكړي. په ورته ډول به د اقتصادي او سواګريزو اړيكو په اړه هم بحث وشي.
تركيه او ګرجستان اوسمهال د ۱،۵ ميلياردو ډالرو په اندازه سوداګريزې اړيكې لري. همداراز په پام كې ده چې په نوموړي هېواد كې د تركي سوداګرو او پانګه والو لپاره د كار زمينه هم برابره شي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه