ولسمشر عبدالله ګل د يو لړ رسمي ليدنو په موخه د ګرجستان هېواد ته
ولسمشر ګل چې د خپل ګرجي سيال جيورجو مارګيويلاشويلي په رسمي بلنه نوموړي هېواد ته سفر كوي د خپل سيال سربېره د ګرجستان د لومړي وزير اراكلي ګارباشويلي سره هم ليدنه وكړي.
ولسمشر عبدالله ګل د يو لړ رسمي ليدنو په موخه د ګرجستان هېواد ته ځي.
ولسمشر ګل چې د خپل ګرجي سيال جيورجو مارګيويلاشويلي په رسمي بلنه نوموړي هېواد ته سفر كوي د خپل سيال سربېره د ګرجستان د لومړي وزير اراكلي ګارباشويلي سره هم ليدنه وكړي.
ولسمشر ګل به د دواړو هېوادونو د سوداګرو او پانګه والو په ګده غونډه كې د ګډون پرمهال به ګرجي پانګه وال تركيې ت پانګې اچوونې لپاره را وبلي. همداراز په پام كې ده چې د دواړو هېوادونو ترمېنځ د ستراتيژيك شراكت چارې لا زيات پرمختګ وكړيز ولسمشر ګل به په پلازمېنه تيلفيس كې د تركيې- ګرجستان – آذربايجان د هېوادونو په ګډه سرمشريزه كې هم ګډون وكړي.
پدې سرمشريزه به د قفقاز د خلكو ترمېنځ د همكارۍ د زياتوالي په موخه د ګډو پروژو پر پلان باندې كار خبرې وشي.
اړوند خبرونه
د تورکیې او اروپايي ټولنې ترمنځ د ویزې د ستونزو د هواري لپاره خبرې اترې روانې دي.
د تورکیې د سوداګرۍ وزیر عمر بولات په پلازمینه انقره کې د اروپايي اتحادیې او تورکیې اړیکې و ارزولې.