تركيې په اوكراين كې د ۴۶ تنو وژنه وغندله
تركيې د اوكراين د اودېسا په ښار كې يوې ودانۍ ته د اور اچوونې پېښه چې پكې تر ۴۰ تنو نه زيات ووژل شول وغندله.
62464
تركيې د اوكراين د اودېسا په ښار كې يوې ودانۍ ته د اور اچوونې پېښه چې پكې تر ۴۰ تنو نه زيات ووژل شول وغندله.
د هېواد د بهرنيو چارو د وزارت لخوا پدې اړه په خپره شوې اعلاميه كې راغلي دي چې د اودېسا په ښار كې د مخالفو ډلو ترمېنځ د نښتو او تاوتريخوالي په پايله كې د صنفي اتحاديو ودانۍ ته د اور اچوونې په پايله كې د وژل شو كسانو كورنيو ته د تسليت پيغام وړاندې كوو. په اعلاميه كې دې پېښې ته چې د مې د مياشتې په دويمه نېټه رامنځته شوه راغلي دي چې په اوكراين كې د تاوتريخوالي زياتوالى به په هېواد كې كړكېچ لا زيات كړي.
اړوند خبرونه
د تورکیې او اروپايي ټولنې ترمنځ د ویزې د ستونزو د هواري لپاره خبرې اترې روانې دي.
د تورکیې د سوداګرۍ وزیر عمر بولات په پلازمینه انقره کې د اروپايي اتحادیې او تورکیې اړیکې و ارزولې.