د انقرې دویم ستر ښاري روغتون د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شو

د تورکیې شلمه او د پلازمینې انقرې دویمه تر ټولو ستر ښاري روغتون نن د ولسمشر رجب طیب اردوغان په ګډون د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شو.

1885846
د انقرې دویم ستر ښاري روغتون د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شو
ETLİK ŞEHİR HASTANESİ1.jpg
erdoğan.jpg

د تورکیې شلمه او د پلازمینې انقرې دویمه تر ټولو ستر ښاري روغتون نن د ولسمشر رجب طیب اردوغان په ګډون د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شو.

د ویلو ده چې انقرې د اتلیک ستر ښاري روغتون چې د تورکیې او حتا د نړۍ د سترو روغتونونو نه شمیرل کیږي نن  رسمآ پرانیستل شو او په فعالیت يي پیل وکړ.

 د انقرې د اتلیک ښاري روغتون د لویوالي له پلوه د تورکیې تر ټولو لوی روغتون دی.

پدې روغتون کې د یو چت لاندې ۸ روغتونونه سره راټول شوي دي.

۱ - د فزیوتراپي روغتون

۲ – د رواني ناروغیو روغتون

۳ – د سرطان د ناروغیو روغتون

۴ – نسايي ولادي ناروغیو روغتون

۵ – د ماشومانو روغتون

۶ – د قلبي ناروغیو روغتون

۷ – د عصبي ناروغیو او اورتوپیدي روغتون

۸ – داخله ناروغیو روغتون

دا روغتون د څه باندې یو میلیون متر مربع سیمې د پاسه جوړ شوی دی.

د اتلیک ښاري روغتون ۱۰۰۰ پولیکلینیکونه ، ۱۲۵ عملیات خوني او ۴۰۵۰ بستره لري.

دا روغتون ۶۹۱ د بیړني مراقبت بسترونه او ۳۳۵۹ نورمال بسترونه لري.

همداشان دا روغتون د تورکیې تر ټولو د ستر د کرونیک ټپونو د درملنې مرکز خاوند دی. ددې سربیره د انقرې تر ټولو ستر او هر اړخیز کلینیکي تحقیقاتو مرکز هم لري.

دا روغتون په انقره کې لومړۍ او یواځنۍ هایبرت عملیات خونه لري.

همداشان دا روغتون د انقرې تر ټولو ستر د اکسیجن د تداوۍ مرکز خاوند دی.

پدې روغتون کې د خوب د ناروغیو د تشخیص او تداوۍ تر ټولو ستر مرکز شتون لري.

د اتلیک روغتون په تورکیه کې لومړنی دولتي روغتون دی چې د اوتیسم د ناروغۍ د تداوۍ مجعز مرکز لري.

د اتلیک ستر ښاري روغتون د پرانیستو په مراسمو کې ولسمشر رجب طیب اردوغان ، د ولسمشر د مرستیال فواد اوکتای، د عالي محکمې رئیس، د روغتیا وزیر، د تورکیې د دینې چارو عمومي رئيس، لوړپوړو دولتي چارواکیو، د پارلمان وکیلانو او په زرګونو تنو هیوادوالو ګډون کړی وو.

روغتون د تورکیې د دینې چارو د عمومی رئیس پروفیسور علي ایرباش په دعاء سره پرانیستل شو.



اړوند خبرونه