د انقرې د اتلیک ستر ښاري روغتون سبا رسمآ پرانیستل کیږي

په انقره کې دویم ستر ښاري روغتون سبا  پرانیستل کیږي.

1885225
د انقرې د اتلیک ستر ښاري روغتون سبا رسمآ پرانیستل کیږي
etlik şehir hastanası
etlik şehir hastanası
etlik şehir hastanası
etlik şehir hastanası
etlik şehir hastanası
etlik şehir hastanası
etlik şehir hastanası
etlik şehir hastanası
etlik şehir hastanası
etlik şehir hastanası
etlik şehir hastanası
etlik şehir hastanası
etlik şehir hastanası

په انقره کې دویم ستر ښاري روغتون سبا  پرانیستل کیږي.

د انقرې د اتلیک ۴۰۰۰ بستیریز دویم ستر ښاري روغتون یا کمپلکس سبا د ولسمشر رجب طیب اردوغان په ګډون د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانیستل کیږي.

د اتلیک ښاري روغتون ، چې د تورکیې تر ټولو د لویو ښاري  روغتونونو څخه  یو دی سبا  به د پرانیستو د مراسمو نه وروسته خدمت ته وسپارل شي . تمه کیږي  ددې ستر ښاري روغتون د پرانیستو په مراسمو کې ولسمشر رجب طیب اردوغان  هم  ګډون وکړي. د اتلیک ښار روغتون  چې په وروستۍ ټکنالوژۍ ، لوړ کیفیت او ډیر عصري جوړ شوی دی  نږدې ۴ زره بسترونو ظرفیت سره به د انقرې دوهم  ستر ښاري روغتون وي.

د ویلو ده چې د انقرې لومړنی ستر ښاري روغتون د ۲۰۱۹ کال د مارچ په ۱۴مه نیټه په رسمي توګه په فعالیت پيل کړی وو.

د انقرې لومړنی ښاري روغتون  په ۹۰ جریبه مځکه کې جوړ شوی دی. دا روغتون ۱۳۱ عملیات خوني، ۹۰۴ پولیکلینکونه، ۸۲ وي ای پي اطاقونه، ۱۵۵۴ یو کسیز اطاقونه، ۷۲۵ دوه کسیز اطاقونه او ۷۰۰ هم بیړني مراقبت خوني چې جمعآ ۳۷۰۴ بستره لري.

دا روغتون په یو ورځ کې ۳۰۰۰۰ تنو ناروغانو ته خدمت وړاندې کوي. همداشان په ورځ کې ۸۰۰۰ عاجل سرویس واقعو ته رسیده ګي کوي.

دا روغتون په اروپا کې تر ټولو لوی او په نړۍ کې دریم لوی روغتون دی.

پدې روغتون کې سل اطاقه یو هوټل هم شتون لري. دا روغتون دوه چورلکې امبولانس او د چورلکې د ښکته کیدو لپاره ځانګړې سیمه هم لري.

د انقرې په لومړني ستر ښاري روغتون کې ۲۷۰۰ تنه اکاډمیسینان، ډاکټرانو او جراحان، ۶۳۰۰ تنه روغتیايي پرسونل او ۴۰۰۰ تنه هم اداري پرسونل کار کوي.



اړوند خبرونه