په امریکا متحده ایالتونو  بانکونه یو د بل پسې د افلاس بیرغونه لوړوي.

په امریکا متحده ایالتونو  بانکونه یو د بل پسې د افلاس بیرغونه لوړوي. د امریکا درې ډیر مهم بانکونو افلاس اعلان کړ.

1959571
په امریکا متحده ایالتونو  بانکونه یو د بل پسې د افلاس بیرغونه لوړوي.

په امریکا متحده ایالتونو  بانکونه یو د بل پسې د افلاس بیرغونه لوړوي. د امریکا درې ډیر مهم بانکونو افلاس اعلان کړ.

لومړی، د سیلیکون ویلی بانک  چې د نوښتګرو شرکتونو ملاتړ لپاره فعالیت کولو افلاس وکړ. وروسته بیا د نیویارک میشته  سیګنیچر  بانک خپل افلاس اعلان کړ او بانک وتړل شو.

د امریکا د خزانې وزارت؛ اعلان وکړ چې د دواړو بانکونو زیرمې به په بشپړ ډول خوندي شي.

ولسمشر جو بایډن وویل " د بانکي سیسټم د ساتنې لپاره  هر څه چې اړین وي هغه به ترسره شي." خو د هغه دې څرګندونې  د نړۍ د بانکدارۍ په سکتور کې د لګیدلي اور د مړولو لپاره کافي ندي.

د نړۍ کې د ونډو په بازارونو کې د بانکونو ونډو بیې ډیرې زیاتې  راټیټې شوې.

د افلاس څپې د خپریدو په اړه د نړیوالو پانګوالو اندیښنې پدې مسئله کې مهم رول لري.

د سیلیکون ویلی بانک د څانګو مخې ته ، مشترکینو د خپلو پیسو ایستلو لپاره اوږده کتارونه جوړ کړي.

له بلې خوا د بانکدارۍ متخصصین هڅه کوي چې پوه شي چې څنګه یو بانک چې دومره لوړ ارزښت درلود ناڅاپه په شپه کې سقوط وکړ.

ځینې ​​کارپوهان د دې مسئلې  تر شا د لوړ خطر پانګوونې کې د سلیکون ویلی بانک ښکیلتیا ته اشاره کوي.



اړوند خبرونه