د عربستان – روسيې ترمېنځ د همكارۍ مهم لاسليك
د سعودي عربستان او روسيې ترمېنځ د نفتو د سهامي بازار په برخه كې د همكارۍ مهم تړون لاسليك شو.
پدې ډول دواړه هېوادونه چې د نفتو د توليد په برخه كې د نړۍ تر ټولو لوى هېوادونه بلل كيږي د نفتو د عرضې د كنترول لپاره به همكاري وكړي.
د تړون د لاسليكېدو سره سم په نړيوالو بازارونو كې د نفتو بيه هم لوړه شوه. ځكه چې روسيه او سعودي عربـستان ددې تړون له مخې په نړۍ كې د نفتو د لا زيات توليد د مخنيوي په موخه همكاري وكړي.
دا تړون په چين كې د جي – ۲۰ د غړو هېوادونو په سرمشريزه كې د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين او د سعودي عربستان د وليعهد محمد بن سلمان لخوا لاسليك شو.
د روسيې د انرژۍ وزير الكساندر نوواك څرګنده كړه چې دواړو هېوادونو د انرژۍ په برخه كې ستراتيژيكه همكاري پيل كړه. پدې ډول به د نړۍ د انرژۍ په بازار كې استقرار هم حاكم شي.
ويل كيږي چې دا تړون به د امريكا او چين په څېر د نړۍ د تر ټولو لويو هېوادونو پر اقتصاد باندې هم اغېزه وكړي. ځكه چې دواړه هېوادونه د نفتو اصلي مصرفوونكي دي.
اوسمهال د نړۍ د نفتو په سهامي بازارونو كې د اړتيا زيات نفت توليديږي چې د روسيې او سعودي عربستان په ګډون د هغو هېوادونو اقتصاد ته يې زيان رسولى دى چې پر نفتو ولاړ دي. ځكه چې په سهامي بازارونو كې د نفتو بيه ټيټه ده. ددې تړون سره به د نفتو بيه لوړه شي.
اړوند خبرونه
د تورکیې اقتصاد تېر کال ۴.۵ سلنه وده کړې وه.
د تورکیې احصایې ادارې د ۲۰۲۳ کال لپاره د ناخالص کورني محصول پایلې اعلان کړې .