چين ته د اردوغان رسمي سفر

ولسمشر رجب طيب اردوغان په چين كې د جي – ۲۰ په سرمشريزه كې د ګډون په موخه نوموړي هېواد ته سفر وكړ.

564241
چين ته د اردوغان رسمي سفر

 

 

ټاكل شوې ده چې اردوغان به د نړۍ د پراختيا په حال كې د شلو هېوادونو د مشرانو په غونډه كې د ګډون سربېره د امريكا د متحدو ايالتونو د ولسمشر باراك اوباما او د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين سره جلا جلا ليدنې وكړي.

اردوغان به د اوباما سره د ليدنې په ترڅ كې يو ځل بيا له امريكا وغواړي چې د فتح الله ګولن د ترهګرې ډلې مشر تركيې ته وسپاري تر څو محاكمه شي.

د دواړو مشرانو سره به په سوريه كې د فرات د سپر د عملياتو په اړه هم بحث وشي چې د تركيې په ملاتړ پيل شوي دي.

د پوتين سره به د ليدنې پر مهال د تركيې – روسيې ترمېنځ د اقتصادي اړيكو او د سوريې پر چارو بحث وشي.

په چين كې د اردوغان د اجندا بله موضوع د سوري كډوالو ستونزه ده. پدې اړه به د فرانسې، جرمني او ايټاليا د هېوادونو د مشرانو په ګډون په يوې سرمشريزه كې ګډون وكړي.

پدې سرمشريزه كې به د سوري كډوالو د ستونزو د آواري په موخه د اروپايي ټولنې – تركيې ترمېنځ د لاسليك شوي تړون د عملي كېدو پر چارو خبرې وشي.

تركيه ټينګار كوي چې د تړون په اساس دې تركي اتباعو ته د شينګن د ويزې د معافيت پرېكړه اروپايان عملي كړي تر څو د كډوالو تړون د تركيې لخوا عملي شي.


پيوندونه: #تركيه , #اردوغان , #چين

اړوند خبرونه