د نړۍ يو مهم معماري شهكار ګټې اخيستې ته وړاندې شو .
د نړۍ تر ټولو سورور، د اورګاډي د پلټۍ لرونكي تر ټولو اوږد او لوړ پول د ګټې اخيستنې لپاره وړاندې شو.
د ياووز سلطان سليم ځوړند پول چې په استانبول كې د آسيا او اروپا لويې وچې له يو بل سره تړي د نړۍ د يو شمېر مشرانو په ګډون د شانداره مراسمو په ترڅ كې پرانيستل شو.
ولسمشر اردوغان پدې مراسمو كې د وينا پر مهال وويل چې `` دا ملت چې د څه لياقت ولري هغه به ټول ترسره كيږي. د معاصر مدنيت سويې ته رسېدل د هلو ځلو په پايله كې د امكان وړ دي.``
اردوغان د پول په اړه وويل چې `` دا پول په عين كال كې د موټرو لپاره د سركونو او اورګاډي د پلټۍ په درلودلو سره په نړۍ كې بې سارى دى. باور لرم چې دا پول به په نړۍ كې د يو زيات شمېر نورو لپاره هم د الهام سرچينه وي. ځكه پرې وياړو. تاسې به وګورئ چې حتى نړيوال فلمونه به هم دلته ډك شي.``
اردوغان د تركيې د راتلونكې پلان په اړه وويل چې د `كانال استانبول` د پروژې ابتدايي چارې پي شوي او د پاى ته رسېدلو په حال كې دي. ولسمشر زياته كړه چې `` اوس د چناك كلا د تنګي پر سر د امېل د جوړولو وار دى. ددې لپاره هم ابتدايي چارې پيل شويدي. پدې پوره باور لرم چې ددې ټولو پروژو سره به انشا الله تركيه په نړۍ كې ځانګړى موقف ترلاسه كړي. ``
اردوغان په تركيه كې د وروستيو ترهګري بريدونو د غندلو ترڅنګ وويل چې د راتلونكې يكشنبې په ورځ به د غازي انتب ولايت لاړ چې پكې څو ورځې وړاندې د واده پر مراسمو د ترهګري بريد په پايله كې ۵۴ تنه ملكيان ووژل شول. د اردوغان وينا هلته به د قربانيانو د كورنيو سره د ليدنې په ترڅ كې هغوى ته تسليت ووايي.
ولسمشر اردوغان په تركيه كې د مېشتو بېلابېلو فكرونو خاوندانو ته په خطاب كې وويل چې ``هر څه د ملي يووالي او تفاهم په چوكاټ كې د حركت په پايله كې د امكان وړ دى. دا يووالى د جولاى د ۱۵مې نېټې د كودتا پر مهال د ټولو خواو لخوا وښودل شو. انشاالله چې تر دې وروسته به د اختلاف او تفرقې د لمنځه وړلو سره دا لاره جاري وساتو.
ټاكل شوې ده چې د ياووز سلطان سليم پول به د استانبول د ترافيك كچه راټيټه كړي. دا پول د عثماني امپراتورۍ د ۹م پادشاه ياووز سلطان سليم په نامه نومول شوى دى.
پول د ۳۹ مياشتو په موده كې د شاوخوا ۴،۵ ميلياردو ډالرو په مالي لګښت جوړ شوى دى.
ددې پول پر سر چې په پرمختللې ټيكنالوژۍ سمبال دى د موټرانو لپاره ۸ كرښې او د چټك اورګاډي لپاره دوه پلټۍ موجودې دي.
دا پول د ۵۹ متره په سور سره د نړۍ د تر ټولو سورور پول عنوان لري. ټول اوږدوالى ۴۰۸ متره دى چې د اورګاډي د پټلۍ لرونكو پلونو ترمېنځ د نړۍ تر ټولو اوږد پول شمېرل كيږي.
د ځمكې له سره د پول لوړوالى ۳۲۰ متره دى چې د نړۍ د تر ټولو لوړو پلونو د جملې نه شمېرل كيږي.
اړوند خبرونه
د تورکیې او اروپايي ټولنې ترمنځ د ویزې د ستونزو د هواري لپاره خبرې اترې روانې دي.
د تورکیې د سوداګرۍ وزیر عمر بولات په پلازمینه انقره کې د اروپايي اتحادیې او تورکیې اړیکې و ارزولې.