د تاريخي ليدنې په ترڅ كې ۵ مهمې پرېكړې

د تركيې ولسمشر رجب طيب اردوغان نن د خپل روسي سيال ولاديمير پوتين په رسمي بلنه د نوموړي هېواد سن پيټرز بورګ ښار ته لاړ.

548639
د تاريخي ليدنې په ترڅ كې ۵ مهمې پرېكړې

 

دواړو مشرانو د مخامخ ليدنې نه وروسته په ګډې خبري غونډه كې د متقابلو اړيكو د لا پراختيا پر اهميت باندې ټينګار وكړ.

د تېر ميلادي كال د نوامبر په مياشت كې د تركيې د هوايي ځواكونو لخوا د روسيې د جنګي جټ الوتكې د را پرځولو نه وروسته دا  لومړى ځل دى چې د دواړو هېوادونو مشران سره مخامخ ليدنه كوي.

ددې ليدنې پرمهال پينځه مهمې پرېكړې وشوې چې د تركيې او روسيې سربېره د سيمې د راتلونكې له پلوه هم مهمې دي.

۱ – د متقابلو بنديزونو لرې كېدل:

د دواړو هېوادونو ترمېنځ د الوتكې د سقوط د كړكېچ نه وروسته په متقابله توګه پر يو بل باندې سياسي او اقتصادي بنديزونه لګول شوي ول چې ددې ليدنې په پايله كې به ټول بنديزونه لرې شي. پدې ډول به د تركيې محصولات د روسيې بازارونو ته په آزادانه توګه ورسيږي.

۲ – د `تركي جريان` د پروژې عملي كېدل:

ددې پروژې له لارې به د روسيې د هېواد طبعي ګاز د يوې نل ليكې په واسطه د تركيې له لارې اروپا ته انتقال شي. دا نل ليكه به د تورې بحيرې په تل كې وغځول شي چې د روسيې سوېل به د تركيې د شمال سره وتړي. تركيه به ددې نل ليكې له لارې د خپلې اړتيا وړ ګاز واخلي او پاتې به يې اروپا ته صادر كړي.

پدې ډول به اروپايي هېوادونه د ا نرژۍ په برخه كې د روسيې تر څنګ تركيې ته هم محتاجه شي.

۳ – د اتومي بټۍ د جوړولو د چارو پيل:

د دواړو هېوادونو ترمېنځ د يو تړون له مخې په تركيه كې د اتومي انرژۍ د توليد په موخه د بټيو د جوړولو چارې پيل شوې وې چې د الوتكې د كړكېچ له امله په ټپه درېدلې وې. پدې ډول به د اتومي بټيو كار ژر تر ژره بيا پيل شي.  همداراز تركي زده كوونكو ته به هم اجازه وركړل شي چې پدې برخه كې په روسيه كې زده كړې وكړي.

۴ – تركيې ته د هوايي سفرونو بيا پيل:

تركيه د سياحت او تفريح لپاره د روسانو لپاره د ځمكې پر سر د جنت په څېر اهميت لري. هر كال لسګونه ميليونه روسان تركيې ته راځي. دا بهير د دواړو هېوادونو ترمېنځ د كړكېچ له امله په ټپه درېدلى وو. ټاكل شوې ده چې له روسيې به د تركيې پر لور د الوتكو سفرونه ژر تر ژره بېرته پيل شي.

۵ – د دفاعي صنايعو په برخه كې همكاري:

دواړو هېوادونو هوكړه وكړه چې د دفاعي صنايعو په برخه كې به متقابله همكاري زياته شي. تركيه د ناټو د غړي هېواد په توګه د لومړي ځل لپاره د لوېديځ تر ټولو لوى رقيب روسيې سره په نظامي ډګر كې همكارۍ ته دانګي. دا په حقيقت كې د امريكا په مشرۍ لوېديځو هېوادونو ته د اردوغان ښكاره پيغام دى.



اړوند خبرونه