د تركيې د ميليونرانو شمېره
په تركيه كې د هغو كسانو شمېره چې په بانكي حسابونو كې تر يو مليون لېرو زياتې پېسې لري د ډېرېدو په حال كې ده.
سږ كال د جون د مياشتې پورې په تركيه كې دننه د يو ميليون لېرو درلودونكو كسانو شمېره ۹۷ زره ۸۲۷ تنه وه.
ددې كسانو د پېسو ټول مقدار بيا ۶۱۱ ميليارده او ۸۰۰ ميليونه لېرو ته رسيږي.
دا په داسې حال كې ده چې د تېرو شپږو مياشتو په اوږدو كې په تركيه كې د ميليونرانو شمېره هم لوړه شوې ده. د ۲۰۱۵م كال د دسمبر په مياشت كې په هېواد كې ۹۳ زره كسانو تر يو ميليون زياتې لېرې درلودلې چې د ټولو مجموعه يې بيا ۵۹۴ ميليارده ۶۶۱ ميليونه لېرې وه.
پدې ډول د تېرو شپږو مياشتو په پرتله په تركيه كې د ميليونرانو كچه ۵،۲ سلنه زياته شوې ده.
دا په داسې حال كې ده چې په تركيه كې اوسمهال څه كم ۸۰ ميليونه بانكي حسابونه فعال دي. ددې حسابونو ډېرى برخه د هغو كسانو پورې اړه لري چې په خپل حساب كې تر ۱۰ زره لېرو پورې پېسې لري. ددې كسانو شمېره څه كم ۶۸ ميليونه ده.
اړوند خبرونه
د تورکیې او اروپايي ټولنې ترمنځ د ویزې د ستونزو د هواري لپاره خبرې اترې روانې دي.
د تورکیې د سوداګرۍ وزیر عمر بولات په پلازمینه انقره کې د اروپايي اتحادیې او تورکیې اړیکې و ارزولې.