سږنى اختر د غزې د يتيمانو اختر دى!
غزې ته تللي پلاوي په لومړي سر كې د عمل په نامه د درالايتام كوچنيانو ته د اختر په مناسبت ډالۍ وركړې.
سږنى اختر د غزې د خلكو او په تېره بيا د كوچنيانو لپاره دوه زيري لري. د اختر د خوشالۍ سربېره د لومړي ځل لپاره د اسراييلو د بنديزونو سره سره د بشري مرستو لومړنى كاروان رسېدلى دى.
د لېډي ليلا په نامه په ۱۱ زره ټنه بشري مرستو بار كيښتۍ سيمې ته رسېدلې ده.
ددې مرستو د ويشلو په موخه غزې ته تللى پلاوى د كوچنيانو د تود هركلي سره مخامخ شو.
غزې ته تللي پلاوي په لومړي سر كې د عمل په نامه د درالايتام كوچنيانو ته د اختر په مناسبت ډالۍ وركړې.
د مرستو ويش پيل شو
د تركيې د مرستو د لومړني كاروان د ويشلو چارې هم نن پيل شوې. د تركيې د سرې مياشتې د سرپرستۍ لاندې تللي پلاوي د غزې د چارواكو سره په ګډه د ۱۱ ټنو بشري مرستو د لومړۍ برخې په ويشلو پيل وكړ.
د تركي چارواكو په وينا د بشري مرستو زياته برخه كې د اختر ډالۍ دي. دوى په پام كې لري چې د لومړي ځل لپاره د غزې كوچنيان په واقعي ډول له اختره خوند واخلي.
غزې ته د رسېدلو مرستو په چوكاټ كې د ۱۳ زره ۷۷۵ كورنيو لپاره خوراكي مواد، ۵ زره ټنه وړه، ۳ زره ټنه بوره، ۲ زره ټنه وريجي، ۵۰۰ ټنه نباتي غوړي، ۱۰۰ زره جوړې لباسونه، ۲۰ زره جوړې بوټان، ۱۰ زره او ۱۰۴ دانې اختريزې ډالۍ او ۱۵۰۰ دانې د ماشومانو ډايپرونه شامل دي.
د ليډي ليلا په نامه د مرستو كيښتۍ پر غزې باندې د اسراييلو د بنديزونو د كمولو په برخه كې لومړنى نړيوال اقدام دى چې بريالى كيږي. ددې امله سياسي اهميت هم لري.
ولسمشر رجب طيب اردوغان پخوا ويلي ول چې د غزې د خلكو سره مرستو ته به دوام وركړي. هره مياشت به دوه – درې كيښتۍ بشري مرستې سيمې ته ولېږل شي تر څو د خلكو لومړنۍ اړتياوې پوره شي.
داسې ښكاري چې د غزې د خلكو د اختر خوشالي به يو په دوه شي.
اړوند خبرونه
د تورکیې او اروپايي ټولنې ترمنځ د ویزې د ستونزو د هواري لپاره خبرې اترې روانې دي.
د تورکیې د سوداګرۍ وزیر عمر بولات په پلازمینه انقره کې د اروپايي اتحادیې او تورکیې اړیکې و ارزولې.