چين افغانستان ته نظامي تجهيزات وركړل

هغه نظامي تجهيزات چې د چين لخوا د افغانستان امنيتي ځواكونو ته يې د وركړې وعده شوې وه نن كابل ته را ورسېدل.

523210
چين افغانستان ته نظامي تجهيزات وركړل

 

 

دا تجهيزات چې د يوې بار وړونكې الوتكې په واسطه كابل ته را ورسېدل، د چين د سفير لخوا د افغانستان د ملي امنيت د شورا سلاكار محمد حنيف اتمر ته تسليم شول.

ويل كيږي چې په دې تجهيزاتو كې نقليه وسايط وسلې او مهمات شامل دي چې افغان امنيتي ځواكونو ته وركړل شي.

د چين د وسله والو ځواكونو لوى درستيز فانګ فينګاو پخوا ويلي ول چې د افغانستان سره به د ۷۰ ميليونو ډالرو په ارزښت نظامي مرسته وكړي. نوموړي تېره مياشت له كابله د ليدنې پر مهال څرګنده كړې وه چې هېواد به د افغان امنيتي ځواكونو په تجهيز كې مرسته وكړي.



اړوند خبرونه