تركيه او اوكراين په ګډه الوتكې جوړوي.
تركيې او اوكراين د هوايي او فضايي چارو په برخه كې د يو تړون د لاسليكولو په ترڅ كې په ګډه د بار وړونكو الوتكو د جوړولو پرېكړه وكړه.
تركيې او اوكراين د هوايي او فضايي چارو په برخه كې د يو تړون د لاسليكولو په ترڅ كې په ګډه د بار وړونكو الوتكو د جوړولو پرېكړه وكړه. د اوكراين د لومړي وزير مرستيال زوبكو وويل چې ټاكل شوې ده چې دواړه هېوادونه به په اوكراين كې د انتونوف د الوتكې د جوړولو په فابريكه كې د بار وړونكو الوتكو په جوړولو پيل وكړي.
د تركيې – اوكراين ترمېنځ د اقتصادي او سوداګريزو همكاريو په لسمه غونډه كې چې په كيف كې ترسره شوه، په هوايي او فضايي چارو كې د همكارۍ پرېكړه وشوه.
اوكرايني چارواكو وويل چې `` د ان – ۱۵۸ ډوله مسافر وړونكې الوتكې په اساس به د تركيې لپاره د TAN – ۱۵۸ ډوله مدرنه مسافر وړونكې الوتكه جوړه شي. همداراز د ان – ۱۷۸ ډوله بار وړونكې الوتكې په اساس به د تركيې لپاره بار وړونكې الوتكه جوړه شي.``
اړوند خبرونه
د تورکیې اقتصاد تېر کال ۴.۵ سلنه وده کړې وه.
د تورکیې احصایې ادارې د ۲۰۲۳ کال لپاره د ناخالص کورني محصول پایلې اعلان کړې .