له افغانستان سره د ۹۰۰ ميليونو ډالرو مرسته

د آسيا پراختيايي بانك له افغانستان سره د څه كم ۹۰۰ ميليونو ډالرو د مرستې لايحه تصويب كړه.

483242
له افغانستان سره د ۹۰۰ ميليونو ډالرو مرسته

 

د آسيا پراختيايي بانك له افغانستان سره د څه كم ۹۰۰ ميليونو ډالرو د مرستې لايحه تصويب كړه.

دا مرستې د افغانستان د ماليې د وزير اكليل حكيمي او ددې بانك د مسولينو ترمېنځ د جرمني د فرانكفورت په ښار كې د يوې غونډې په ترڅ كې اعلان شوي دي.

ټاكل شوې ده چې ددې مرستو زياته برخه به د ترانسپورټ، انرژۍ او طبعي زېرمو د اسختراج په برخه كې ولګول شي. سربېره پر دې به ۲۰ ميليونه ډالره يې د طبعي ناورينونو سره د مبارزې لپاره ولګول شي.

د آسيا پراختيايي بانك د افغانستان سره د مرستو په ډګر كې ځانګړى اهميت لري. دې بانك تر اوسه پورې د ملياردونو ډالرو په ارزښت اوږمهالې پروژې په هېواد كې پيل كړي دي.



اړوند خبرونه