د تركيې په نفتو بار بېړۍ وتښتول شوه.

د نايجيريا د هېواد په سواحلو كې په نفتو بار بېړۍ يوه بېړۍ چې د تركي شركت پورې اړه لري د سمندري غلو لخوا تښتول شوې ده.

468747
د تركيې په نفتو بار بېړۍ وتښتول شوه.


د نايجيريا د هېواد په سواحلو كې په نفتو بار بېړۍ يوه بېړۍ چې د تركي شركت پورې اړه لري د سمندري غلو لخوا تښتول شوې ده.

دا بېړۍ چې ۱۴۸ متره اوږدوالى لري د شپږو تنو تركي كارګرانو سره د غلو لخوا برمته شوې ده چې د ځاى په اړه يې تر اوسه معلومات نشته دى. ويل كيږي چې پېښه نن سهار د تركيې په وخت په ۴ بجو د سمندري غلو د بريد په پايله كې د كارګرانو سره يو ځاى نامعلوم ځاى ته وړل شوې ده.

د پېښې په اړه د تركيې د بهرنيو چارو او د بحري چارو د وزارتونو چارواكو څېړنې پيل كړي چې ډېر ژر به يې په اړه معلومات ترلاسه شي.



اړوند خبرونه