د نړۍ د ځينو مشرانو نوې رسوايي

د يو نړيوال حقوقي شركت پټ اسناد چې د ماليې د وركړې نه د نړۍ د نامتو څېرو او شركتونو د د تېښتې پورې اړه لري، په انټرنېټ كې افشا شول.

464081
د نړۍ د ځينو مشرانو نوې رسوايي


د يو نړيوال حقوقي شركت پټ اسناد چې د ماليې د وركړې نه د نړۍ د نامتو څېرو او شركتونو د د تېښتې پورې اړه لري، په انټرنېټ كې افشا شول.

پدې اسنادو كې چې د پاناما د هېواد د ``موساك فونېسكا`` د شركت پورې اړه لري او شاوخوا ۱۱ ميليونه پاڼې دي، د نړۍ د ۱۲ هېوادونو د پخوانيو او اوسنيو مشرانو او ۱۴۳ تنو سياستوالو نومونه په كې ذكر شوي دي.

دا اسناد په جرمني كې د `` زو ددويچه زياتونګ`` د ورځپاڼې د مسوولينو لاس ته ورغلي دي او يوه برخه يې په انټرنېټ كې خپاره شوي دي. سربېره پر دې د تحقيقي خبريالانو د نړيوال ادارې لخوا د نړۍ د ۸۰ هېوادونو خبريالانو ته هم لېږل شوي دي.

د انګلستان د ګارډين د ورځپاڼې د خبر په اساس د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين د نږدې ملګري هنرمند رولدينګ په ګډون زرګونو كسانو د بانكي حسابونو له لارې د ماليې د وركړې نه ډډه كړې ده. داسې ويل كيږي نوموړي د شاوخوا ۲ ميلياردو ډالرو په اندازه پېسې د ماليې د نه وركولو له امله بل هېواد ته لېږدولي دي.

په لست كې د دولس هېوادونو مشران او د ۵۰ نه د زياتو هېوادونو د سياستوالو نومونه هم شامل دي. تر اوسه پورې د سعودي عربستان د پادشاه، د روسيې د ولسمشر، د سوريې د ولسمشر د تره د زامنو نومونه ، د نړۍ د فوټبال د نامتو ستوري ليونل ميسي، د هند د سينما د نامتو هنرمندانو اميتابچن او اېشوريا راى نومونه په لست كې شامل شوى دى.

په پورتنيو كسانو تور لګول كيږي چې د ماليې د وركولو پرته يې په ميلياردونو ډالره پېسې مينځلي دي.



اړوند خبرونه