ترکي شیریني باب په نړۍ کې ډیر زیات مینه وال لري
د ترکیې د شیریني بابو د صادراتو کچه مخ په لوړیدو ده
د ترکیې د شیریني بابو نه د لقوم په نامه د یو ډول ځانګړې شیریني صادرات مخ په لوړیدو دي. ترکیې تیر کال د ۳۲ عشاریه ۵ میلیونو ډالرو لقوم صادر کړي دي.
د ویلو ده چې د لقوم تر ټولو زیات صادرات انګلستان ته ترسره کیږي.
په ترکیه کې د شیریني بابو نه د لقوم صادرات د ۲۰۱۴ کال په پرتله ۹ عشاریه ۵ سلنه لوړ شوي دي.
د ترکیې د احصایې د ادارې د شمیرو له مخې تیر کال نړۍ یو زیات شمیر هیوادونو ته د ۳۲ میلیونه ۵۱۰زره او ۷۷۲ ډالرو په ارزښت لقوم صادر شوي دي. د ترکیې د لقوم صادرات مخ په لوړیدو دي.
د احصایې ادارې ویلي دي چې تیر کال د ۵ عشاریه ۴ میلیونو ډالرو په ارزښت ساده لقوم او د ۲۷ عشاریه ۲ میلیونو ډالرو په ارزښت قیماقداره لقوم شیریني صادر شوي دي.
د ویلو ده چې ترکیه تر ټولو زیات لقوم انګلستان، جرمني، سعودي عربستان ا، امریکا متحده ایالتونو او متحده عربي اماراتو ته صادروي.
اړوند خبرونه
د تورکیې اقتصاد تېر کال ۴.۵ سلنه وده کړې وه.
د تورکیې احصایې ادارې د ۲۰۲۳ کال لپاره د ناخالص کورني محصول پایلې اعلان کړې .