امريكا ايران ته ۱،۷ ميليارده ډالر وركوي

د ايران او ۵+۱ د هېوادونو ترمېنځ د اتومي شخړې پر سر د جوجاړي نه وروسته أمريكا ايران ته د ۱،۷ ميلياردو ډالرو د وركولو اعلان وكړ

430016
امريكا ايران ته ۱،۷ ميليارده ډالر وركوي

د ايران او ۵+۱ د هېوادونو ترمېنځ د اتومي شخړې پر سر د جوجاړي نه وروسته أمريكا ايران ته د ۱،۷ ميلياردو ډالرو د وركولو اعلان وكړ.


د ايران او ۵+۱ د هېوادونو ترمېنځ د اتومي شخړې پر سر د جوجاړي نه وروسته أمريكا ايران ته د ۱،۷ ميلياردو ډالرو د وركولو اعلان وكړ.
د أمريكا د بهرنيو چارو وزير جان كيري څرګنده كړه چې په ايران كې د إسلامي انقلاب نه وروسته په ۱۹۸۱م كال كې په أمريكا كې د ايران ۴۰۰ ميليونه ډالره سرمايه كنګل شوې وه. دا دى اوس دا ۴۰۰ ميليونه ډالره د ۱،۳ ميلياردو ډالرو سود سره يو ځاى ايران ته وركول كيږي.
د كيري لخوا په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي دي چې د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د هالنډ د هاګ په ښار كې د ليدنې نه وروسته دا پرېكړه شوې ده. د نوموړي په وينا په تېرو ۳۴ كلونو كې د ۴۰۰ ميليونو ډالرو لپاره ۱،۳ ميليارده سود ټاكل شوى دى چې دواړه خواوې پر سلا شوي دي. د كيري په وينا په دې ډول د أمريكا ماليه وركوونكي د لا زيات سود د وركولو نه ژغورل شوي دي.



اړوند خبرونه