د تاپي د بنسټ ډبره كېښودل شوه.

د ټاپي په نامه د ګازو د نل ليكې د پروژې د بنسټ ډبره چې ټاكل شوې ده د تركمنستان ګاز د افغانستان له لارې د پاكستان او هند بازارونو ته ورسوي نن په تركمنستان كې د څلورو هېوادونو د مشرانو په ګډون نن كېښودل شوه.

423606
د تاپي د بنسټ ډبره كېښودل شوه.


دا پروژه چې ټول مالي لګښت يې شاوخوا اته ميليارده ډالره اټكل شوى دى د آسيا د پراختيايي بانك او د امريكا د متحدو ايالتونو لخوا تمويليږي. د افغانستان په معاصر تاريخ كې تر ټولو لويه اقتصادي پانګوونه بلل كيږي. سربېره پر دې داسې تمه كيږي چې دا پروژه به د سيمه ايز امنيت او همكارۍ په برخه كې به هم د شريكو هېوادونو سره مرسته وكړي.
ددې نل ليكې ټول اوږدوالى ۱۷۳۵ كيلومتره دى چې لږ تر لږه ۷۰۰ كيلومتره به يې د افغانستان له خاورې تېر شي. د نل ليكې ۱۴۷ كيلومتره برخه يې په تركمنستان او پاتې يې د پاكستان او هندوستان په خاوره كې جوړيږي. ټاكل شوې ده چې د پروژې كار به د ۲۰۱۸ كاله پورې پاى ته ورسيږي.
د ټاپي پروژه څه شى دى؟


د ترانس افغانستان نل ليكه چې د `` تركمنستان، افغانستان، پاكستان او هندوستان`` د هېوادونو د نومونو د لومړيو تورونو نه جوړ اختصاري نوم لري، هغه نل ليكه ده چې د منځنۍ آسيا ګاز به د افغانستان له لارې د پاكستان او هندوستان بازارونو ته ولېږدوي.
كه څه هم ددې پروژې لومړني پلانونه په ۱۹۹۰يمو كلونو كې جوړ شوي ول خو د روسيې د شديد مخالفت په امله عملي نشوه. همداراز په ۱۹۹۵م كال كې په افغانستان كې د طالبانو د نظام پر مهال ددې پروژې د عملي كېدو په موخه يو لړ سيمه ايز ګامونه پورته شول خو په ۱۹۹۸م كال كې په كينيا او نايجيريا كې د امريكا پر سفارتونو باندې د القاعدې لخوا د بمي بريدونو نه وروسته نل ليكه يو ځل بيا وځنډول شوه.
په افغانستان كې د ۲۰۰۱م كال د تحولاتو نه وروسته د انتقالي ادارې پر مهال دا پروژه يو ځل بيا را برسېره شوه. د ۲۰۰۲م كال په دسمبر كې د پاكستان، افغانستان او تركمنستان ترمېنځ په دې اړه يو هوكړه ليك لاسليك شو.همداراز د آسيا پراختيايي بانك د نل ليكې مالي لګښت پر غاړه واخيست. دا پروژه د امريكا په مشرۍ د لويدېځو هېوادونو د كلك ملاتړ نه برخمنه وه. لوېديځ غواړي چې په دې ډول روسيې ته اړتيا پرته د جنوبي آسيا له لارې د منځنۍ آسيا انرژي ترلاسه كړي.
د ۲۰۱۰م كال په دسمبر كې د تركمنستان په پلازمېنه عشق آباد كې ددې نل ليكې په اړه نهايي تړون لاسليك شو او پرېكړه وشوه چې عملي چارې به يې د ۲۰۱۵ كال په دسمبر كې پيل او د ۲۰۱۸م كال په پاى كې به پاى ته ورسيږي.
د نل ليكې تخنيكي چارې


د ټاپي د نل ليكې قطر ۱۴۲۰ ميلي متره دى چې د ګازو د انتقال ټول ظرفيت يې ۲۹ ميليارده متره مكعبو ته رسيږي. د نل ليكې اوږدوالى ۱۷۳۵ كيلومتره دى چې د تركمنستان د دولت آباد د سيمې نه به پيل او د افغانستان د هرات، فراه، هلمند او كندهار د ولايتونو ته تېردو ورسته به د پاكستان كوټې او ملتان ښارونو ته ورسيږي. د نل ليكې وروستى تمځاى به د هندوستان د فاضلكه سيمه وي چې هند – پاكستان په سرحد كې پرته ده.
افغانستان حق لري چې ددې نل ليكې نه په كال كې د ۶۰۰ ميليونو نه تر ۵ ميليارده متره مكعب ګاز وكاروي. او ۴۰۰ ميليونه ډالره عايد ترلاسه كړي.



اړوند خبرونه