د افغانستان سره د ۸۵۸ ميليونو ډالرو مرسته

د افغانستان د ماليې د وزارت چارواكي وايي چې د آسيا پراختيايي بانك له افغانستان سره د ۸۵۸ ميليونو امريكايي ډالرو د مرستې وعده كړې ده.

361503
د افغانستان سره د ۸۵۸ ميليونو ډالرو مرسته

ټاكل شوې ده چې مرسته شوې پېسې به د افغانستان د بنسټيزو پروژو د رغوونې په برخه كې د ۲۰۱۷ كال نه تر ۲۰۲۰ ميلادي كاله پورې ولګول شي.
د ماليې د وزارت معين مصطفى مستور د فليپين په پلازمېنه مانيلا كې د آسيا د پراختيايي بانك د مسولينو سره د ليدنې نه وروسته څرګنده كړه چې دا پېسې به د هېواد انرژۍ د سكتور د پراختيا، د خصوصي سكتور د پياوړتيا او يو شمېر نورو بنسټيزو پروژو باندې ولګول شي.
پخوا د پېسو نړيوال صندوق هم له افغانستان سره د مرستې وعده كړې وه.


پيوندونه:

اړوند خبرونه