تركيه د پانګې په ډګر كې د نړۍ دويم مقام لري.

د دولتي او خصوصي سكتور لخوا په ګډه د پانګې اچوونې په برخه كې تركيې د نړۍ دويم مقام خپل كړ.

299296
تركيه د پانګې په ډګر كې د نړۍ دويم مقام لري.


د دولتي او خصوصي سكتور لخوا په ګډه د پانګې اچوونې په برخه كې تركيې د نړۍ دويم مقام خپل كړ.
په نړۍ كې د پراختيا په حال كې د ۱۳۹ هېوادونو ترمېنځ تركيه دويم هېواد دى چې دولتي او خصوصي سكتور يې په ګډه پانګه اچوونه كوي.
د نړيوال بانك د `` ۲۰۱۴ كال د دولتي- خصوصي سكتور د ګډې پانګې اچوونې`` د راپور له مخې تركيه په نړۍ كې دويم هېواد دى چې دا ډول پانګه اچوونې په كې تر ټولو زياته ده. سربېره پر دې تركيه د اروپا او آسيا په هېوادونو كې د تر ټولو لويو پينځو پروژو كوربه توب كوي چې د دولتي – خصوصي سكتور لخوا يې مالي چارې پر مخ وړل كيږي.
په دې راپور كې په نړۍ كې د دا ډول پانګو اچوونو كچه د تېر كال د همدې مودې په پرتله ۶ سلنه زياته شوې ده. په ۲۰۱۴ كال كې په نړۍ كې ۱۰۷ ميليادره ډالره پانګه اچوونې شوې ده چې نيمه دولت او خصوصي سكتور يې مالي چارې پر غاړه اخيسيتې دي.
پدې ډول د پراختيا په حال كې د هېوادونو په كتار كې برازيل د ۴۴،۲ ميلياردو ډالرو سره لومړى مقام لري. تركيه د ۱۲،۵ ميلياردو ډالرو سره دويم مقام لري. دريم مقام بيا د پيرو د هېواد دى چې ټوله پانګه يې ۸،۱ ميليارد ډالره ده. كلمبيا د ۷ ميلياردو ډالرو سره څلورم او هندوستان د ۶،۲ ميلياردو ډالرو سره پينځم مقام لري.
پورتني پينځه هېوادونه د پراختيا په حال كې د ۱۳۹ هېوادونو د پانګې اچوونې ۷۳ سلنه په خپل لاس كې لري.


پيوندونه:

اړوند خبرونه