تركيې د اروپا په پرتله ۳ برابره اقتصادي پرمختګ كړى دى.
د تركيې د ماليې وزير محمد شيمشك څرګنده كړه چې د تركيې په شاوخوا كې د ستونزو سره سره بيا هم تركيه پدې توانېدلې ده چې د اروپا په پرتله درې برابره زيات اقتصادي پرمختګ وكړي.

شيشك وويل چې `` د تېرو ۶۰ كلونو په اوږدو كې په نړيواله سطحه د مالي كړكېچ او په منځني ختيځ كې د ناآراميو سره سره تركيه پدې توانېدلې ده چې هر كال شاوخوا ۵ سلنه اقتصادي پرمختګ وكړي. ``
د شيمشك په وينا په تېرو لسو كلونو كې د تركيې ملي عايدات څو برابره زيات شوي دي. د بېلګې په ډول په ۲۰۰۲ كال كې د تركيې ملي عايدات ۲۳۰ ميليارده ډالره وو چې اوسمهال دا شمېره ۸۰۰ ميلياردو ډالرو ته رسېدلې ده.
شيمشك څرګنده كړه چې پدې ډول د اروپايي هېوادونو په پرتله د تركيې اقتصادي پرمختګ درې برابر دى.
اړوند خبرونه
د تورکیې اقتصاد تېر کال ۴.۵ سلنه وده کړې وه.
د تورکیې احصایې ادارې د ۲۰۲۳ کال لپاره د ناخالص کورني محصول پایلې اعلان کړې .