د تركيې د موټرو د صادراتو په برخه كې نوى ريكارډ

د تركيې د موټرو د توليدوونكو شركتونو د ټولنې لخوا په خپور شوي راپور كې راغلي دي چې د ۲۰۱۵ كال په لومړيو دوو مياشتو كې ۹۹ زره نوي موټران بهر ته صادر كړي دي.

265612
د تركيې د موټرو د صادراتو په برخه كې نوى ريكارډ

د تركيې د موټرو د توليدوونكو شركتونو د ټولنې لخوا په خپور شوي راپور كې راغلي دي چې د ۲۰۱۵ كال په لومړيو دوو مياشتو كې ۹۹ زره نوي موټران بهر ته صادر كړي دي. دا شمېره د تېر كال د همدې په موده په پرتله ۳۲ سلنه زياته ده.
په راپور كې راغلي دي چې په نړيوالو بازارونو كې مالي ستونزو كه څه هم د تركيې په صادراتو باندې ناوړه اغېزه كړې ده چې د موټرو جوړولو سكتور بيا د پرمختګ په حال كې دى. په تركيه كې د موټر جوړولو په برخه كې د پرمختللې ټېكنالوژۍ او كاري وړتيا د زياتوالي له امله د نړۍ د موټر جوړولو يو زيات شمېر كمپنيو خپلې فابريكې پرانيستې دي.
د موټر جوړولو د نړيوالې ټولنې د شمېرو له مخې په ۲۰۱۴ كال كې په نړۍ كې د هرو ۷۷ نوو موټرو لږ تر لږه يو ېې په تركيه كې توليد شوى دى. تمه كيږي چې د موټرو صادرات به د ۲۰۱۵ كال ترپايه پورې همداسې دوام ومومي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه