په دريو مياشتو كې ۵ ميليونه سيلانيانو د تركيې نه ليدنه کړې ده

په هېواد كې د ګرځندوى عوايد د تېر كال په پرتله ۳.۴ سلنه زيات شوي دي.

61732
په دريو مياشتو كې ۵ ميليونه سيلانيانو د تركيې نه ليدنه کړې ده

په تېرو څلورو مياشتو كې ۵ ميليونه بهرنيو سيلانيانو د تركيې نه ليدنه كړې ده

په هېواد كې د ګرځندوى عوايد د تېر كال په پرتله ۳.۴ سلنه زيات شوي دي. 

د تركيې د احصايې د ادارې د شمېرو له مخې د ۲۰۱۴ كال د لومړۍ ربعې په ترڅ كې  د ګرځندوى عوايد د تېر كال د همدې مودې په پرتله ۳،۴ سلنه زيات شوي دي. پدې ډول ۴ ميلياردو ۸۰۷ ميليونه ډالرو ته ورسېدل. 

تركيې ته د راغلو سيلانيانو كچه هم ۶،۱ سلنه زياته شوې ده. پدې ډول د ۲۰۱۴ كال د جنورۍ د مياشت نه د مارچ د مياشتې تر پايه پورې د تركيې نه ۵ ميليونه او ۶۵ زره او ۷۵۹ تنو بهرنيو سيلانيانو ليدنه كړې ده. 



پيوندونه:

اړوند خبرونه