د تورکیې نوي ماډل په وسلو سمبال بیرقدار ټي بي ۳ خپله ۱۱ مه امتحاني الوتنه بشپړه کړه.
د تورکیې نوي ماډل په وسلو سمبال بیرقدار ټي بي ۳ په بریالیتوب سره خپله ۱۱ مه امتحاني الوتنه بشپړه کړه.
د تورکیې نوي ماډل په وسلو سمبال بیرقدار ټي بي ۳ په بریالیتوب سره خپله ۱۱ مه امتحاني الوتنه بشپړه کړه.
د بایکار ټکنالوژۍ شرکت د بورډ رئیس او د ټیکنالوژۍ مشر سلجوق بیرقدار د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې نوي ماډل په وسلو سمبال بیرقدار ټي بي ۳ د خپلې ۱۱ مې امتحاني الوتنه په چوکاټ کې د ۶ ساعتونو لپاره په هوا کې پاتې شوه او په بریالیتوب سره یې خپله ۱۱مه امتحاني الوتنه بشپړه کړه.
د ویلو ده چې په وسلو سمبال برقدار ټي بي ۳ به په نړۍ کې لومړنۍ په وسلو سمبال ډرون الوتکه وي چې د قاتیدونکي وزرو سره د دې وړتیا لري چې د لنډ واټن کښتیو لکه TCG انادولو کې نشست وکړي او ددې کښتۍ نه الوتنه وکړي.
سلجوق بیرقدار اعلان وکړ چې دوی پلان لري په ۲۰۲۴ کال کې د TCG انادولو کښتۍ کې د بیرقدار ټي بي ۳ ازموینې پیل کړي.
هغه وړتیاوې چې بیرقدار ټي بي ۳ به يي ولري دا به د بې پیلوټه الوتکو لپاره یو مهم نوښت وي.
د هیواد دا ملي ډرون الوتکه به د لید څخه بهر د اړیکو وړتیا هم ولري، او دا د ډیر لرې واټن څخه کنټرول کیدی شي. په دې توګه، دا به د څارنې او کشف، استخباراتو او د بهرنیو اهدافو په وړاندې د تعرضي ماموریتونو په برخه کې د سمارټ مهماتو انتقال سره د تورکیې توان او طاقت څو برابره ډیر کړي.